له تېرو څو ورځو راهيسې وسله والو طالبانو يو ځل بيا کندوز کې جبهيي جګړو ته ملا تړلې او ځانو نه يې ښار ته نژدې کړي دي. د کندوز ښار شمال لويديځ پلو ته د قلعه ذال ولسوالي خو يې په بشپړه توګه نيولې او ختيځ لوري ته يې هم د خان اباد ولسوالي کې پراخې جګړې پيل کړې دي؛ چې په دې توګه غواړي ځان بالآخره ښار ته ورسوي. او رسېدلي هم دي؛ ځکه چې د خبرونو په اساس ښار سره نژدې يوازې يو نيم کيلو مترۍ کې جګړه کوي او د پخوا په شان يې يو ځل بيا د الچين پُل هم تر خپلې ولکې لاندې راوستی. د دوه زره پنځلسم ميلادي کال په سپتمبر مياشت کې طالبانو له هوايي ميدانه پرته د کندوز ښار په بشپړه توګه د څو ورځو لپاره ونيو او له هغه راوروسته تېر کال يې هم د کندوز ښار په څنډو کې خپلو جګړو ته ډېر زور ورکړ، خو د زياتو تلفاتو تر ليدلو وروسته بيرته په شا ولاړل.

اوس دا دی دريم ځل دی چې بيا يې د کندوز ښار نيولو ته زړه نيولی. حال دا چې په تېر ځل نيولو کې هم له څه نا څه وسلو تر لاسه کولو پرته طالبانو بله هيڅ لاس ته راوړنه نه درلوده، بلکې تاوان خو يې لا دا ؤ چې ولسي وګړي هم پکې ښه ډېر ووژل شول، ټپيان شول، په لسګونو زره کندوزيان کورونو پرېښودلو ته اړ شول، بازارونه ويجاړ شول، کار و بار په ټپه ودريد، خلک له سلګونو مشکلاتو سره مخ شول او بالآخره امريکايانو ته دا پلمه هم په لاس ورغله چې د کندوز ښکلی ښار هم د خپلو ډرون الوتکو نښه وګرځوي. اوس چې يو ځل بيا طالبانو خپلو جګړو ته زور ورکړی نو د خلکو زړونو کې هم بيا هماغه پخوانۍ ناخوالې په څپو دي.

که طالبان خپلو جګړو ته همداسې زور ورکړي او بالآخره کندوز ښار ونيسي، نو ګټه خو يې ځکه نشته چې طالبان هوايي ځواک نه لري؛ تر څو کندوز په دوام داره توګه خپله ولکه کې وساتي. نو که لاندې کندوز ټول طالب طالب هم شي بره ډرون الوتکو سره به يې څنګه زور ورسيږي، ايا طالبانو کې بيا دا قوت شته چې امريکايي الوتکې، توغندي او هوانونه د کندوز ښکلي ښار له ويجاړولو منع کړي؟!

ايا د طالبانو دغه فتح به کندوزيانو ته له بيا ويجاړۍ، مرګ ژوبلې، امريکايي ړندو بمباريو او څو مياشتو لپاره د کندوز ښار فلج کېدو پرته بله ډالۍ ولري؟! خلک نه پوهيږي چې طالبان ولې د کندوز نيولو ته دومره لېواله دي؟ ايا دوی به اوس هم دا فکر کوي چې د کندوز له نيولو ورسته به همداسې دا لړۍ جاري وي او بالآخره به د پخوا په شان يو ځل بيا پر ټول افغانستان واکمني ټينګه کړي! ايا دوی بره الوتکې نه ويني او ايا دوی نړيوالو حالاتو ته له کتلو وروسته په سيمه ايزه کچه کوم ملاتړی ويني؟ دوی لکه چې اوس هم هماغه ګمان کوي چې يو ځل بيا به هماغسې مرستې ورسره وشي او تر دې به پرېښودل شي څو ارګ ته ځان ورسوي. نه! هيڅکله داسې نه شي کېدای؛ اوس حالاتو ډېر تغير موندلی. اوس که طالبان شل کاله نور هم جګړو ته دوام ورکړي بيا هم حکومت نه شي نسکورولای او نه هم حکومت طالبان په بشپړه توګه ختمولای شي.

نو ښه به دا وي چې طالبان د خپلې جګړې په تنظيم له سره فکر وکړي، د وړو وړو پوستو، کليو او ولسواليو له نيولو تېر شي يوازې خپلو چريکي بريدونو ته دوام ورکړي. خو هغه هم داسې بريدونه چې ولسي وګړيو ته پکې هيڅ تاوان ونه رسيږي او هدف هم داسې شخص وي چې د حکومت په مفسدو چارواکو کې تر ټولو لوی مفسد وي او د دولت د ستنې حيثيت ولري.

د حالاتو څارونکي په دې باور دي؛ که چېرې طالبانو هوايي ځواک درلودلای او مفتوحه سيمې يې په خپله ولکه کې ساتلای شوای، نو همدا نن به ټول افغانستان طالبانو ته غاړه ايښې وای. خو اوس علماء، دينداره خلک او د طالبانو پټ او ښکاره ملاتړي هم نه غواړي چې سيمه يې د طالبانو لاس ته ولويږي، ځکه دوی پوهيږي چې طالبان يې ساتلای نه شي او په دې جګړه کې دوی ته له ضرر پرته نور هيڅ نه په برخه کيږي.

په دې اساس طالبانو ته لازمه ده چې نور د ښارونو او ولسواليو له نيولو لاس واخلي او مخکې له نيولو يې ګټه او تاوان سره پرتله کړي. طالبان په لومړي ځل د مرحوم ملا محمد عمر تر مشرۍ لاندې د دې لپاره راپاڅېدل؛ تر څو ولس له روانو بدمرغيو او ظلمونو وژغوري، ناخوالي ختمې کړي، هېواد کې بېلا بېل سيمه ايز حکومتونه له منځه يوسي او ټول ولس تر يو چتر لاندې راغونډ کړي. خو متأسفانه نن د طالبانو اکثره کړنې د هغو اهدافو خلاف روانې دي. نن د طالبانو د غير معقولو کړنو له لاسه ولس له هماغه شان بدمرغيو، ظلمونو او ناخوالو سره مخ کيږي. طالب مشران بايد پر خپلې پاليسۍ له سره غور وکړي او پرېنږدي چې پخوانی زرين تاريخ يې د ځينو غير معقولو کړنو له امله داغجن او بالآخره د ظلمونو او وحشتونو په يو داستان بدل شي. 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *