په کندز ښار کې د داوود خان د جمهوریت په دوران کې د هندوانو او سیکانو په شلګونو کورنۍ اوسېدلې چې اوس ډېرې لږې پاتې دي. په هغه وخت کې د کندز اکثرو هندوانو او سیکانو د ښار په مرکزي سیمه کې د بنجارې دوکانونه لرل، د یوه نیم یې د طبابت دوکان و او ځینو نورو به یې په پیاده رو کې ټوکر غوړولی و، له بادیان و سپېرکۍ رانیولې تر پاکستاني عطرو پورې مختلف څیزونه به یې خرڅول. د ښار اوسېدونکي وایي چې د جهاد په کلونو کې هم د دغو خلکو کاروبار مخ په بره روان و. د پیاده رو وال یې ورو ورو د دوکانونو څښتنان شول. البته، ژوند یې له مشکلاتو خالي نه و.
د تنظیمونو قوماندانانو به یې مندر ته رقعې وراستولې، مرستې یې ځنې غوښتې. یوه سړي چې هغه وخت یې د خپل قوماندان رقعه مندر ته وړې وه، راته ویل چې د مندر روحاني مشر د توشک پیڅه واړوله، ګڼ لیکونه یې راوښودل، ویې ویل ، وار به کوئ، رقعې بېخي ډېرې دي.
دغه راز د جهاد په کلونو کې یو شمېر هندوان او سیکان په مختلفو پېښو کې ووژل شول. د دوی زلمو هم د نورو وطنوالو غوندې د اوږدې او وژونکې عسکري له لاسه ځواني په غم او وېره کې تېروله.
رام چند هندو د کندز د هندوانو او سیکانو مشر و. دی د کلي د ملک په څېر د خپلو خلکو او حکومت تر منځ رابط و، خو ملک یا ارباب نه بلکې کلانتر بلل کېده. کلانتر ږیره برېت خرېیل، د اپرېدو غوندې یې د مزریو جګه خولۍ پر سروله. رام چند اجتماعي سړی و. په دوکان به یې د کندز سپین ږیري ناست وو. په ۱۳۸۷ کال کې مې، چې د طالبانو په دوران و، په کندز کې د کلانتر پوښتنه وکړه. راته وویل شول :« دلته یې اوس نه کور شته، نه دوکان، په جلال اباد کې اوسي. په نوروز کې کندز ته راغلی و، ږیره یې پرې ایښې ده.» په ۱۳۷۸ کې مې له خپل پلاره واورېدل چې کلانتر به اوس شاید نوي کلن وي.
د ډاکتر نجیب د حکومت له ړنګېدو وروسته چې د کندز ښار امنیت ګډوډ شو، د دغه لږه کي کورنۍ مجبورې شوې چې کورونه او د وکانونه وپلوري، ځانونه وباسي. د دوی د لږ تر لږه یو شمېر کسانو جایدادونه د جبر او ګواښ له لارو په ارزانه بیه اخیستل شوي دي.
هندوانو او سیکانو د ظاهر شاه د دموکراسي په کلونو کې یو ښکلی دهرمسال جوړ کړی و. په مندر کې به له سیک مذهب سره اړوند د ګروګرانت کتاب لوستل کېده او اورېدل کېده. هندوانو ویل، د کتاب یوازې وورستۍ برخه له دوی سره تعلق نه لري، نور نو د خدای د ذکر کتاب دی او خدای خو د ګردې دنیا دی.
د داوود خان د جمهوریت په کلونو کې مې یادېږي چې زموږ له ګاونډي هندو، کرتا، سره څو کسه سکهان وران شول. دغو سیکانو ته ، چې د اختر په ورځ زموږ کور ته راغلي وو، زما پلار وویل:« کرتا ښه سړی دی، له کرتا سره جنجال مه کوئ.» دوی له هغه څخه د شکایت کولو په سلسله کې وویل چې:« موږ خو سیکان یو، یو خدای منو او کرتا هندو دی، بت پرست دی.»
هندوان او سیکان د دوکاندارۍ په کار کې ډېر کامیاب وو. دوی د دوکان د سینګار په هنر ښه پوهېدل. زه چې ماشوم وم، په بازار کې به مې د دوی دوکانونو ته تر ډېره کتل.
زموږ د ښار هندوانو او سیکانو اکثره خېښۍ په جلال اباد کې له خپلو هم عقیده خلکو سره کولې. شتمنو یې له کورنیو سره یو ځای د جلال اباد د ژمي سیل نه هېراوه. یوه نیم کس یې په ژمي هندوستان ته سفر کاوه. سکهانو له هندوستان څخه د خپلو ګروګانو( ډېر لوی روحاني پېشوا) او د امرتسر د طلایي معبد رنګین عکسونه او مذهبي کتابونه راوړل. د دوی په یوه نیم مذهبي کتاب کې د قرآن کریم بشبړې سورې رانقل شوې دي، ځکه خو به یې خپل کتابونه د مطالعې شوقي مسلمانانو ته زړه ور ورکول. پر سیک مذهب باندې اسلام ژور اغېز کړی دی.
په دوکاندارۍ او یوناني طب کې پر مهارت سربېره د دغو خلکو بېل مذهب، بېل معبد، خاصو هندي خوراکونو، د چوب بازي لوبو، ځانته ژبې، د مېرمنو جامو او د غم او ښادۍ بېلو دودونو په کندز ښار کې د ژوند او کلتور له رنګارنګۍ سره مرسته کوله. د طالبانو په وخت کې مې په کندز کې څو کسه ګوته په شمار سیکان ولیدل چې څړه اوسېدل.