تاند- وسله والو انتحاریانو نن هڅه وکړه چې د کندوز پر امنیه قومندانۍ ډله ییز برید وکړي خو امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې دوه انتحاریان مخکې تر دې چې قومندانۍ ته ننوځي، ووژني.
د کندوز امنیه قومندان عبدالصبور نصرتي وویل، نن سهار شاوخوا نهه نیمې بجې انتحاریانو د چاودېدونکو موادو د موټر په وسیله د کندوز پر امنیه قومندانۍ د برید هڅه وکړه، یوه ځان والوزاوه خو دوه نور د پولیسو له لوري له منځه یووړل شول.
ده وویل چې په دې پېښه کې یو پولیس ټپي شوی دی.
له بلې خوا د کورنیو چارو امنیتي مرستیال جنرال ایوب سالنګي وویل چې په دې ډله ییز برید کې ۵ وسله وال انتحاریان شامل ول.
د ده په وینا دوه انتحاریان د پوبیسو په ډزو ووژل شول خو درو نورو ځانونه والوزول چې په نتیجه کې یې یو تن وواژه او ۳ نور ټپیان کړل. ده ونه ویل چې ټپیان او وژل شوي کسان پولیس دي او که عام خلک.
طالبانو ویلي چې دا برید د دوی کسانو کړی دی.
کندوز د افغانستان په شمال کې تر ټولو نارام ولایت دی. د دغه ولایت ارچي، امام صاحب او چهاردره په ځانګړي ډول د طالبانو د فعالیت له کبله نارامه دي. خو خان اباد ولسوالي بیا غیرمسوولو وسله والو نارامه کړې ده.
طالبانو په وروستیو وختونو کې انتحاري او ډله ییزې حملې کمې کړي دي. څرګنده نه ده چې د طالبانو د حملو کمېدا د افغانستان او پاکستان د اړیکو له ښه کېدا سره تړاو لري او که طالبان پسرلنیو بریدونو ته تیاري نیسي.
په وروستۍ یوه میاشت کې وسله والو طالبانو په افغانستان کې لویه او ډله ییزه حمله نه وه کړې.