تاند- له کندوز څخه تازه راپور وايي چې لا هم د ښار په ځینو برخو کې خال خال ډزې اورېدل کېږي خو اکثره طالبان له ښاره تښتېدلي خو لا هم د ښار ځینې برخې په کنټرول کې لري.

د کندوز ښار د بېرته نیولو عملیات د شپې په درې نیمې بجې بیل شول او داسي ښکاري چې اوس، چې ورځ نیمايي ته رسېدلې ده، لا هم طالبان د ښار په ډېرو برخو کې مقاومت کوي.

ښاریان، چې په خپلو کورونو کې بند پاتې دي، وايي چې د درنو وسلو او چاودنو ږغونه اوري.

د طالبانو یوه لویه ډله، چې ګومان کېږي، شمېر به یې څلور سوه تنه وي، د بغلان لور ته د انګورباغ په سیمه کې محاصره شوې ده.

انګور باغ د کندوز ولایت مربوطه سیمه ده او له ښاره شاوخوا ۲۰ کیلومتره لېري په جنوب کې موقعیت لري.

پر دې ډلې الوتکې راګرځي او افغان امنیتي ځواکونو د بغلان او کندوز ښار له لوري د دوی د محاصرې کړۍ په تدریجي ډول تنګوي. راپورونه وايي چې له دې ډلې غوښتل شوي چې تسلیم شي خو تردې دمه هغوی مقاومت کوي.

له بلې خوا طالبان وايي چې له کندوز ښاره لا وتلي نه دي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې نه یوازې له ښاره وتلي نه دي بلکې پرون یې د امام صاحب ولسوالي او د مرکز اړوند د باچا قلندر او اکاډیمۍ بېسونه نیولي او ۲۰۴ ټانکونه او رېنجر موټر په لاس ورغلي دي.

افغان امنیتي چارواکي تاییدوي چې طالبانو پرون د امام صاحب ولسوالي نیولې وه خو دا ولسوالي نن بېرته امنیتي ځواکونو تصفیه کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *