په کندز کې پر روغتون بمبارد او د ملکي وګړو تلفات په کلکه غندو!

د کندز پر ښار جګړه دا دی يوه اونۍ پوره کوي، په دا ټوله موده کې ګڼ ملکي وګړي د جګړې قربانيان ګرځېدلي، د جګړې د قربانيانو د درملنې لپاره اړينه وه چې ځايي روغتونونه او روغتيايي مرکزونه د جنګي لورو له خوا امن ساحه منل شوې وای او له هر راز تيري څخه خوندي وای، خو په خواشينۍ سره بايد وويل شي چې د جګړې په اوږدو کې په جګړه کې ښکېلو خواو روغتونونه تر فشار لاندې ونيول، په تېرو څو ورځو کې د کندز ۲۰۰ بستريز روغتون د همدې فشارونو او جنګي حالت له امله په تپه درېدلی وو، په کندز کې د روغتيايي خدمتونو لپاره يوازې د بې پولې ډاکټرانو مربوط روغتون د قربانيانو په خدمت کې وو، چې له بده مرغه د امريکا او ناټو په بمبارډ کې هلته په لسګونو روغتيايي کارکوونکي او ملکي وګړي شهيدان او ټپيان شول. د الجزيرې له راپور سره سم د شهيدانو مجموعي شمېر ۲۵۰ ته رسېږي چې په دوی کې ۸۰ تنه روغتيايي کارکوونکي او پاتې ملکي وګړي دي.

د افغانستان اسلامي طبي ټولنه AIMA د جګړې له ښکېلو خواو لاندې جدي غوښتنې لري:
1. د افغانستان اسلامي طبي ټوله د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون د امريکا بمبارډ په شديد ډول غندي او په دې اړه د بې پرې څېړنو غوښتنه کوي، ايما د پېښې مسئولينو ته د جنګي جنايت په تور د سزا غوښتنه کوي.

2. د جګړې له ټولو ښکېلو خواو په کلکه غواړي چې د ملکي وګړو د تلفاتو مخنيوي په خاطر سمدلاسه جګړه پای ته ورسوي، د ملکي وګړو وژل چې له هر لوري تر سره کېږي هيڅ راز توجيه او معقوليت نه لري.

3. دا چې د يو لوی روغتون کارونه د بمبارد له امله ويجاړ او په ټپه ودرېدل؛ نو د عامې روغتيا محترم وزارت بايد د جګړې د قربانيانو د درملنې لپاره، په عاجل ډول دولتي روغتون په ټولو اړينو وسايلو، مصرفي موادو او روغتيايي کارکوونکي مجهز کړي.

4. که دولتي روغتون د صحي کارکوونکو له کمي سره مخ وي نو بايد د عامې روغتيا وزارت له خوا د رضاکارو متخصصينو، ډاکټرانو او روغتيايي کارکوونکو د جذب لپاره يو ملي غږ اوچت شي.

5. د عامې روغتيا وزارت بايد د جنګ له ښکېلو خواو او په ځانګړي ډول امريکايي او ناټو ځواکونو سره د روغتونونو د خونديتوب په موخه جدي او هدفمندې خبرې وکړي، روغتيايي کارکوونکي بايد د ويرې او ترهې پرته د قربانيانو درملنې ته ادامه ورکړي.

په درناوي
د افغانستان اسلامي طبي ټولنه
نېټه: 1393/7/11

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *