له هنده خپرېدونکې ورځپاڼې دي هندو په خپله پرونۍ ګڼه کې د افغان ځواکونو له خوا د کندوز ښار پر بېرته نيولو ليکنه خپره کړې ده.
د ليکنې په پيل کې راغلي، چې افغان ځواکونو تر څو ورځنۍ سختې جګړې وروسته کندوز ښار د چهارشنبې په ورځ ونيوه او وسلوال طالبان يې شاتګ ته اړ کړل.
دي هندو ورځپاڼې د يوه چارواکي چې نوم يې نه دى اخيستل شوى، وينا خپره کړې چې ويلي ديې دي: وسلوال طالبان تر درنو تلفاتو وروسته مجبوره شول له ښاره شاتګ وکړ.
د ليکنې په حواله وسلوال طالبانو لس ورځې مخکې د کندوز ښار پر زياتو برخو ولکه ټينګه کړه، افغان قواوې يې اړ ايستلې چې پرضد يې پراخ عمليات پيل کړي.
يوه چارواکي ويلي، چې په دې بهير کې تر ٢٠٠ زيات وسلوال طالبان وژل شوي او تر ٣٠٠ زيات نور ټپيان دي.
ويل شوي، د وسلوالو طالبانو پرضد عملياتو کې تر ٢٠ زيات پوليس هم وژل شوي او ٤٥ نور ټپيان شوي دي.