جنګ بد مرغه پديده ده او بې له وراني، وژنو او بد بختۍ نور څه له ځانه سره نه لري.

د افغانستان د جنګ تر ټولو زيات تاوان افغان ملت او عوامو ليدلی او وينې يې.

په تاوده جنګ کې ملامت او سلامت نه معلوميږي، له هرې خوا چې عام وګړي او عامه شتمنۍ زيانمنې کيږي، ښکيلې خواوې يې يو او بل ملامتوي او ځان پاک او د ملت خواخوږی بولي.

عام وګړي چې په هر نوم او د هر چا له لوري وژل کيږي جنايت دی. بايد وغندل شي او مخنيوي يې وشي.

په روان جنګ کې د حکومت او ايتلافي ځواکونو په سلګونو بريدونو او عملياتو کې په زرګونو عام خلک وژل شوي، کورونه يې وران شوي، شتمنۍ يې له منځه تللې دي. همداسې د مخالفينو له لوري په ښارونو کې بريدونه ترسره کيږي، په جوماتونو کې خلک په نښه شول، په جنازو کې مو چاودنې وشوې، ښوونځي مو تر بريد لاندې راځي، په ننګرهار کې د کابل بانک پېښه، د ماشومانو پر ښوونځي بريد، د پکتيکا د وليبال په ميدان کې عامه وژنه، د جمهوريت روغتون پېښه، د زنبق په څلور لارې کې چاودنه، د کارته سخي او امام زمان په جومات کې چاودنه او بريد همدارنګه په مختلفو ځايونو کې د ړندې بمبارۍ په نتيجه کې د عامه خلکو وژل کېدل ټول جنايت دی. په دې پېښو کې مو ملت بې شمیره ځاني او مالي تلفات ليدلي دي او لا هم دا جنايتونه تر سره کيږي.

له دې ورها خوا خطرناکه او د تشويش وړ خبره د پرديو استخباراتي شبکو داخليدل دي. له هرې پېښې وروسته وينو چې ښکيلې خواوې د خلکو له احساساتو ګټه اخلې او عامه ذهنيت تخريبوي. د اړوندو پېښو په رابطه سلګونه او زرګونه ټولنيزې رسنۍ جعلي تصویرونه او ويډيوګانې خپروي.

د کندز له پېښې هم همداسې ګټه پورته کيږي. په ټولنيزو رسنيو زیات داسې عکسونه خپريږي، چې له دې پېښې سره هيڅ تړاو نه لري او يوازې ترې د دې خاورې او ملت دښمنان د خلکو د احساساتو د راپارولو او عامه ذهنيت تخريبولو کار اخلي.

د کندز پېښه رښتيا هم يوه بده او ناوړه پېښه وه، خو اوس دا چې د سيمې استخبارات ترې څنګه ګټه پورته کوي، دې ټکي ته ځيرکتيا په کار ده او بايد هوښیار و اوسو، چې خدای مه کړه د دې پېښېد غندلو او تقبيح په بهانه تر دې له بد پېښې او حالت سره مخامخ نه شو.

د کندز پېښه مونږ ته دا پېغام راکوي، چې لا په شدت او زور سره د سولې لپاره غږ پورته کړو او ښکيلې خواوې په دې مجبوره کړو، چې د سولې لپاره حل لارې ولټوي، تر څو د جنګ له تیارو را ووځو او په ارامه ساه او رڼا کې د عامه وژنې مسولين او قاتلين څرګند شي؛ کنه په تاوده جنګ کې هر لوری خپل مخالف د ناخوالو مسوول بولي.

نو راځئ، چې د روان جنګ په مقابل کې ودريږو او د هيواد په ګوټ، ګوټ کې د سولې لپاره را پورته شوی غږ بدرګه کړو او ملاتړ یې وکړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *