تاند- وسله وال طالبان وايي چې په کندوز کې یې دوې ولسوالۍ نیولي او اوس د ولایت د مرکز، کندوز ښار، په لور پر مخ روان دي.
افغان چارواکي تاییدوي چې په سلګونو وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي چې په لړ کې یې د دواړو خواوو لږترلږه ۳۰ تنه جنګیالي وژل شوي دي.
د کندوز د والي ویندوی وویل چې د ولایت د مرکز ځیني برخې له خطر سره مخامخ دي.
عبدالواسع باسل د طالبانو تهدید جدي وباله، ویې ویل:«د دوی د خطر اندازه زیاته ده، خو د تازه دمو کومکي ځواکونو له رارسېدو سره د امنیتي ځواکونو روحیه پیاوړې شوې ده.»
له بلې خوا د وسله والو طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي برېښنالیک کې ویلي چې طالبانو د کندوز ولایت په مرکز کې د پولیسو او ملي اردو ۷ پوستې او دوې ولسوالۍ نیولي دي.
خو د کندوز د والي ویندوی عبدالواسع باسل رویټرز خبري اژانس ته وویل چې جګړه د ښار د جنوب په ۶ کیلومترۍ کې د ګورتېپې په سیمه کې روانه ده او وسله وال طالبان د ګورتېپې بازار ته ننوتي دي.
ګورتېپه د چاردرې او قلعه ذال ولسوالیو ترمنځ پرته ده. نور راپورونه وايي چې طالبانو ښار ته څېرمه د کل تېپې سیمه نیولي ده. په ولسي جرګه کې د کندوز استازي هم د ګل تېپې سقوط تاییدوي.
په ولسي جرګه کې د کندوز یوه استازي ښاغلي پیکان وویل چې جګړه د ښار په جنوب لوېدیځ کې د باغ شرکت سیمې ته رسېدلې ده. پیکان خبرداری ورکړ چې که کومکي ځواک کندوز ته ونه رسېږي د ولایت مرکز به هم سقوط وکړي.
یوه بل چارواکي وویل چې افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو د پرمختګ د مخنیوي لپاره له توپونو کار اخلي.
د کندوز د پولیسو ویندوی سید سرور حسیني وویل:«د افغان امنتي ځواکونو له لوري پر طالبانو د ویشتل کېدونکو درنو وسلو ږغ په ښار کې اورېدل کېږي.
راپورونه وايي چې د کندوز بې ثباته امنیتي وضعیت سبب شو چې ولسمشر غني هند ته خپل سفر وځنډوي. تراوسه څرګنده نه ده چې ښاغلي غني د څومره وخت لپاره خپل سفر ځنډولی دی.
افسوس زمونږ د بیګناه ولسونو په حال:
داهم د پنجاب او آی اس آی بل اقدام دی چی غواړی د افغانستان د دولت چارواکوته وښیی دوی په افغانستان کی څومره بر لاسی لری. د ښاغلی اشرف غنی د ایران د سفر په ورځ یی په جلال آباد کی محشر جوړ کړ او نن چی هند ته په سفر روان دی په کندوز کی یی خپل بړیڅی را مست کړل.
که فرضا کندوز د پنجابیانو د ملاتړو لاس ته ورهم شی ، دوی یی ساتلی نشی او د افغانستان د دولت د متقابل اقدام په نتیجه کی به کندوز ښار او ولسوالی په کنډوالو بدلی شی او په زرګونو بیګناه انسانان به ووژل شی او یا به مهاجرت ته اړکړل شی خو ګټه به یی تورمخی پنجابیان واخلی .
بریالی د وی مجاهدین ، د امریکا او د غلامانو د ماتی ورڅ یی نژدی ده انشاا لله