تاند- د کندوز ښار د نیولو پر سر د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نن /چهارشنبه/ سخته جګړه روانه ده.
وروسته له دې چې طالبان تېر ماښام د هوايي ډګر لور ته پرمخ لاړل افغان او ناټو ځواکونه د شپې ناوخته په هوايي ډګر کې د محاصره شویو ځواکونو ملاتړ ته ورسېدل.
د کندوز د امنیه قومندانۍ ویندوی سید سرور حسیني رسنیو ته وویل چې تېره شپه د ناټو هوايي ځواکونو پر طالبانو بمباري وکړه او سیمې ته د افغان او ناټو د کومکي ځواکونو له رسېدو سره نه یوازې د هوايي ډګر شاوخوا له طالبانو تصفیه شوه بلکې مځکني ځواکونه وتوانېدل چې ښار ته ننوځي.
حسیني وايي چې د امنیه قومندانۍ ودانۍ او ګڼې نورې سیمې تصفیه شوي دي.
حسیني همداراز وویل چې نن د ناټو خاص ځواکونه کندوز ته رسېدلي او په عملیاتو کې شریک شوي دي.
یوه لوېدیځ پوځي فرانس پریس خبری اژانس ته وویل چې د ناټو په ځواکونو کې امریکايي، بریتانیايي او جرمني پوځیان شامل دي.
فرانس پریس وايي چې دغه پوځي چارواکي نه غوښتل نوم یې واخیستل شي او کندوز ته د ناټو د استول شویو مځکنیو ځواکونو د شمېر په اړه یې هم څه ونه ویل.
خو په همدې حال کې د کندوز د ولایتي شورا یوه غړي سید اسدالله سعادت وویل چې له کابل او تخار څخه کندوز ته استول شوی کومکي ځواک کندوز ښار ته نه دی رسېدلی او په لاره له طالبانو سره په جګړو کې ښکېل شوی دی.
له بلې خوا د افغانستان د ملي امنیت ریاست په یوه اعلامیه کې وویل چې په هومايي حمله کې د طالبانو د کندوز والي او یو شمېر نور کسان وژءل شوي دي.