تاند- د کندوز ولایتي چارواکي وايي چې وسله وال طالبان لا هم د کندوز ښار په ځینو برخو کې مقاومت ته دوام ورکوي.
په کندوز ښار کې له تېرو ۵ ورځو راهیسي جګړه دوام لري او په زرګونو اوسېدونکي یې تېښتې ته مجبوره شوي دي.
د کندوز امنیه قوماندان جنرال قسیم جنګل باغ نن /جمعه/ رسنیو ته وویل، حکومتي ځواکونو تېره شپه د ښار په لوېدیځه او ختیځه څنډه کې پرمختګ وکړ او وسله وال طالبان یې له هستوګنو سیمو وشړل.
جنګل باغ وویل، د دغو عملیاتو په لړ کې ۵ امنیتي ځواکونه ووژل شول او ۷ نور ژوبل شول.
د ده په وینا د جګړې په لړ کې ۳ ملکیان هم وژل شوي دي.
خو تازه راپورونه وايي چې وسله والو طالبانو نن سهار وختي د ښار په جنوبي څنډه حمله باندې کړې او تر دې دمه د دورې د ښارګي په شاوخوا کې جګړه روانه ده.
د کندوز د ولایتي شورا رييس محمد یوسف ایوبي وايي چې له کندوز ښاره لا هم خلک په وتلو دي.
د ځینو راپورونو له مخې تراوسه له کندوز ښاره ۱۰ زره تنه ګاونډیو ولایتونو ته تښتېدلي او ملګرو ملتو د کندوز ښاریانو ته د بشري ناورین په وړاندې خبرداری ورکړی دی.