تاند- د کندوز امنیتي چارواکي وايي چې د هغو سیمو د بېرته نیولو لپاره یې عملیات پیل کړي چې تېره شپه او پرون وسله والو طالبانو په کندوز ښار کې نیولې وې.
د کندوز د امنیه قومندانۍ ویندوی سرور حسیني نن ادعا وکړه چې د ښار مرکزي چوک له وسله والو مخالفانو تصفیه شوی او نورې سیمې به هم ژر پاکې شي.
تر دې مخکې نن سهار حسیني منلې وه چې طالبانو تېره شپه د کندوز ښار چوک، چې د دغه ښار زړه بلل کېږي، د ازادۍ واټ او د خاکینې سیمه نیولي دي.
طالبانو تراوسه پوري په کندوز کې د کومې سیمې د نیولو یا بایللو په اړه څه نه دي ویلي.
د کندوز ښار مرکزي چوک د تېرې اوونۍ د دوشنبې له ورځې راهیسي، چې طالبانو کندوز ونیوه، څو ځلي لاس په لاس شوی دی.
په وروستیو ورځو کې امنیتي ځواکونو لږ ترلږه دوه ځلي طالبان له ښاره وایستل خو دا ډله د خپلو هغو کسانو په مرسته چې په ښار کې دننه پټ شوي، وتوانېده چې بیا د ښار لوېدیځې او ختیځې څنډې ونیسي او حتي د ښار تر مرکزي برخو ځان ورسوي.
د ښار جنوب او شمال د امنیتي ځواکونو په کنټرول کې دی.
که هره ډله پر مرکزي چوک کنټرول ولري د مقابل لوري د قوتونو ارتباط له یو بل سره غوڅوي.
ځیني نورې امنیتي پېښې
د کابل انتحاري برید
په کابل کې د روسیې سفارت ته نژدې پر دارلامان واټ د تېرې شپې حمله د څلورو انتحاریانو په مرګ نن سهار پای ته ورسېده.
په دې پېښه کې ۷ افغان سرتېري ژوبل شوي دي.
د کابل د پولیسو چارواکي وايي چې انتحاریانو لومړی د یوه کور مخته موتربمي حمله وکړه او بیا ورننوتل.
ویل شوي چې کور د هلمند د پخواني والي نعیم بلوڅ دی خو بلوڅ تر حملې لږ مخکې وتلی و.
د دولت اباد امنیه قومندان ووژل شو
د بلخ ولایت د دولت اباد ولسوالۍ امنیه قومندان عبدالروف اخګر پرون /دوشنبه/ د ماین په چاودنه کې ووژل شو.
په دې پېښه کې د امنیه قومندان ۳ ساتونکي ژوبل شوي دي. تر دې پخوا د دولت اباد مخکینی امنیه قومندان حیات الله روغ هم د ماین د چاودنې قرباني شوی و.
په پلخمري کې خلک وسبې واخیستې
تاند- د بغلان امنیتي چارواکو نن /سې شنبه/ وویل چې په دغه ولایت کې شاوخوا ۲ زره تنه د پلخمري ښار د دفاع لپاره په وسلو سمبال شوي دي.
د بغلان امنیتي چارواکو وویل چې خلک په خپله خوښه غواړي چې د خپلو ښارونو په ساتنه کې ونډه ولري.
د طالبانو لاس ته د کندوز ښار له لوېدو وروسته د شمال د اکثرو ښارونو اوسېدونکي د خپلو ښارونو د امنیت په اړه اندېښنه لري.
افغان ملی زواک باید دخلقو په زڑونو حکومت وکڑی .
دپاکستان غلامان ترهغو مه پریگدئ ترسو یی تاسی اوافغان ولس افغان خاوره نه وی پریشی
اوس یی خوند اوکرو،
امنیه قومندان هسی بدکوی چه وایی
کندوز مونگ سره دی