تاند: نن مازدیګر د کندوز ښار په مرکزي چوک کې چاودنه شوي چې مرګ ژوبله یې اړولي.
دغه چاودنه هغه وخت وشوه چې د کندز امنیه قومندان منظور ستانکزي رسنیو ته د کندوز د وروستي وضعیت په اړه معلومات ورکول.
ویل کیږي په دې پېښه کې د امنيه قومندان منظور ستانکزي په ګډون لس کسه ټپيان شوي دي.
د پېښې مسوولیت وسلوالو طالبانو اخیستی دی.
دا پېښه وروسته له دې کيږي چې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو پر دې ښار د طالبانو پراخې حملې ناکامې کړې.