تاند- وسله والو طالبانو پرون /جمعه/ سهار د کندوز ښار او ولسوالیو د نیولو لپاره هممهاله بریدونه پیل کړل خو افغان امنیتي ځواکونو لږ ترلږه د ښار په شاوخوا کې د طالبانو د پرمختګ مخه ونیوله.

د کندوز امنیه قوماندان محمد قسیم جنګل باغ رویټرز خبري اژانس ته تېره شپه ناوخته وویل:«سخته جګړه روانه ده خو طالبان د کومې سیمې په نیولو بریالي شوي نه دي او موږ پسې اخیستي دي.»

د راپورونو له مخې تېره شپه تر سهاره د کندوز ولایت په بېلابېلو سیمو کې سخته جګړه روانه وه.

طالبان سږ کال سختې هڅې کوي چې په شمال کې کندوز او په جنوب کې هلمند ولایتونه ونیسي.

د افغان چارواکو په وینا دا ډله غواړي چې د هلمند له نیولو وروسته له کوټې خپله شورا او مشران دې ولایت ته راولي څو پاکستان وویلی شي چې نور پر طالبانو نفوذ نه لري او د کندوز د نیولو هڅه د دې لپاره کوي چې د هغو کسانو ادعا ناسمه ثابته کړي چې د طالبانو پرمختګونه د پاکستان د ملاتړ له کبله ګڼي.

په کندوز ښار کې خلک سخت بېرېدلي او ډېر خلک یو وار بیا نورو سیمو ته د پناه وړلو په فکر کې دي.

Kunduzتېر کال د کندوز ښاریانو خورا بدې ورځې ولیدې.

خو د کندوز امنیه قوماندان رویټرز خبري اژانس ته وویل:«موږ خپلو خلکو ته ډاډ ورکوو چې حالات تر کنټرول لاندې دي او موږ به هیڅکله پرېنږدو چې هغسي ناورین وشي چې تېر کال شوی و.»

شاهدانو د جمعې په ورځ وویل چې د ښار له ۵ کیلومترۍ څخه د درنو او سپکو وسلو ډزې اوري. ښاریان له خپلو کورونو نه راوځي، دوکانونه بند دي او ټول په تشویش کې دي.»

د کندوز – تخار لویه لار هم بنده ده.

افغان چارواکي وايي چې له ۵۰ تر ۶۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

خو د امام صاحب ولسوال امام الدین قریشي رویټرز ته ویلي چې وسله والو طالبانو څو امنیتي پوستې نیولي او دوی له کابله غوښتي چې کومکي ځواک ورولېږي.

د خان اباد ولسوال عنایت الله امیري هم وویل چې په دې ولسوالي کې څو امنیتي پوستې د طالبانو لاس ته ورغلي او د پوستو سرتېري کندوز ښار ته تښتېدلي دي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد وايي چې طالبانو د کندوز په ۶ ولسوالیو کې یو شمېر پوستې نیولي او د کندوز ښار په لمنو کې په ۳ بمي چاودنو کې د افغان امنیتي ځواکونو ۷ غړي وژل شوي دي.

————————-

طالبانو د کندوز د نیولو لپاره پراخې حملې پیل کړي

طالبانو کندوز ونیوه

د کندوز د لاس په لاس کېدو نور خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *