تاند- وروسته له دې چې د تېرې شپې د درې نیمو بجو د پیل شویو عملیاتو په نتیجه کې طالبان د کندوز ښار له زړه څخه ووتل، دا ډله یو ځل بیا د ښار مرکزي برخو ته وړاندې تللې او دا شېبه له امنیتي ځواکونو سره په سخته جګړه بوخته ده.
طالبان سهار مهال د کندوز له مرکزي چوک، د والي له دفتر او ګڼو نورو دولتي سیمو د خان اباد بندر لور ته په څټ شول خو ما��دیګر ناوخته ناببره افغان امنیتي ځواکونو ته وویل شول چې د ښار له مرکزي واټونو ووځي.
څو تنو امنیتي ځواکونو تاند ته وویل، سره له دې چې جګړه د ښار لمنو ته غځول شوې وه، دوی ته وویل شول چې د ښار له مرکزي برخو د ښار جنوبي برخو ته په شا لاړ شي.
د دغو امنیتي ځواکونو په باور ممکن د دې لپاره دا امر ورته شوی وي چې د شپې په مخه طالبانو ته زیاته مرګ ژوبله اوړي.
افغان ځواکونه د شپې عینکې او ځیني نور وسایل لري چې د شپې په مخه ورڅخه ښه کار اخیستلی شي.
د تېرې شپې په جګړه کې هم طالبانو ته زیاته مرګ ژوبله اوښتې وه.
طالبانو هم نن ورځ تایید کړه چې د ښار له مرکزي برخو د دې لپاره په شا شوي چې په ښار کې دننه محاصره نه شي.
په همدې حال کې راپورونه وايي چې امنیتي ځواکونه د ښار په څلورو خواوو کې ځای پر ځای شوي څو کلیو ته د طالبانو د شاتګ مخه ونیسي.