سردار محمد داوودخان

عبدالرووف لیوال  

نن د چنګاښ د میاشتې ۲۶مه چې د سردارمحمدداود د سپینې کودتا له شپږ څلویښتمې کلیزې سره سمون خوری.

ښاغلی استاد سنګروال په تاند وزمین سایټ کې د همدې کودتا په هکله د K.G.B د غړی الکساندرماروزوف انګیرنې رااخیستی او د هغه او (انتونی هایمن) له قوله داسې ګڼې چې ګواکې په دې کودتا کې، شوروی اتحاد ونډه درلوده.

زما په الواک د الکساندر د اانګیرنې نظرپه دې دلایلو ناسمې بریښی:

الف: که چیرې په دې کودتا کې د شوروی اتحاد مرسته وای، نو د غوایی د اومې اوښتون په څیر د پخوانی رژیم (شاهی) په راپرځولو کې غوښن رول هوایی ځواکونو درلودای.

ب :ولې (آب درکوزه و ماګرد جهان میګردیم) لیرې نه لنډ، ښاغلی پاچا ګل وفادار چې د کودتا له لومړی سر ترپایه یې پکې ګډون درلود، ژوندی او په جرمنی کې اوسی، د هغه لیکنوته د کودتا په هکله مراجعه وشی په دې آخر کې د عمر به درواغ ونه وایی. (ژوندی او مستند تاریخ ښاغلی ډاکترحسن شرق)

ج: بل ټکی ته ښاغلی سنګروال داسې نغوته کوی چې ولې داوود خان د (ملګرو) کلمه چې ګواکې خلقی نومونه (اصطلاح) ده، کارولی، باید وویل شی چې د ملګری یا ملګرو نومونه یواځې په خلقیانو پورې اړه نه لری، همدا اوس هره ورځ دا اصطلاح د هرچا له خوا خپلو انډیوالانو ته کارول کیږی.

د: د همغې ورځې د سهار شپږنیمې بجې د کیدانی بابا زیارت ته څیرمه د پښتونستان واټ د پخوانی پلان وزارت (اوس عدلیه وزارت) مخامخ ته د تلګرام او تلګراف مرکزی مخابرو ودانۍ فعاله خو لرګینه دروازه يې د شا لخوا د دې لپاره تړل شوې وه چې د اوبو فوارې ګرد چاپیر زرغره والې شوبلې ولاړې او دارګ خوا ته یې څوک نه پریښودل، په همدې ورځ و چې ما د ځوانو افسرانو په لاس کې د لومړی ځل لپاره د کلشینکوف وسله ولیده، او پخوا تر دې چا (ملکی  کسانو) نه وه لیدلې ما په خپلو سترګو ولیدل چې ښاغلی سردار په داسې حال کې چې توره قره قلی یې په سر او باډیګاردان ورسره وو له نوی ماډل روسي جیپ نه راکوز شو، یو باډیګارد یې د تلګراف لرګینه دروازه د کلشینکوف په کنداغ ووهله، د دراوزې شاته هغه نوکریوال چې د دروازې له درز نه یې د ټوپک کنداغ ولید، بې له دې چې دروازه خلاصه کړی، دننه خواته وتښتید ( همغه وخت سردار غوښتل چې له ځینو ولایتونو سره اړیکه ټینګه کړی، خو ونشول بیرته په جیپ کې سپور او د راډیو افغانستان په لور یې حرکت وکړ، دا هغه دلیل دی چې د کودتا قومانده شخصاٌ د سردار په لاس کې وه .

ه : وروسته له کوتا دداود په پنځه کلنه دوره کې هیڅ کوم ډول نښې نښانې ونه موندل ښوې چې په دې دلالت وکړی چې ګواکې له هغه سره په کودتاکې شوروی مرسته کړې وی .

و : د استاد په لیکنه کې راغلی (له کودتا نه یوه اونۍ وړاندې دسلوپه شاوخوا کې روسی ټانکستان کابل ته راغلی وو) چې دا خبره هم د سړی زړه ته سمه نه غورځی، ځکه په همدې ورځو کې زموږ څلور میاشتنۍ آزموینې په درز کې روانې وې، د چنګاښ په ۲۵ مه د اعلیحضرت ظاهرشاه کشر زوی چې په حبیبیې لیسې کې زما همدوره وو- آزموینه کې حاضر وو – نوسلیم عقل دانه شی منلی چې سل روسی ټانکستان دې یوه اونۍ مخکې د کودتا چیانو سره د همغږی لپاره راغلی وی، او د پاچا کورنۍ دومره خو به وړی وی چې ترې خبره نه وی هغه هم په داسې حال کې چې پوځې چارې د والاحضرت د زوم سردار ولی په لاس کې وې چې یو دیکتاتور سړی وو. بیاهم وللهُ اعلم،

په درنښت – عبدالرووف لیوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *