په ځاځي میدان کې د پاکستاني پوځ له یرغله وروسته اوس د خوست د ځاځي میدان او د کورمې ایجنسي قومي مشرانو فیصله کړې ده چې د دا ډول پیښو د مخنیوي لپاره به په خپل منځ کې جرګه جوړوي.
تیره اونۍ په ځاځي میدان باندې د پاکستاني پوځ د یرغل په پیښه کې تر لسو زیات پاکستاڼي پوځیان ووژل شول او ژوبل شول. افغاني لوري ته هم د سر تاوان ورسېده.
په هماغه وخت کې پاکستاني پوځ هڅه وکړه چې موضوع ته د کرښې د دواړو غاړو د قومونو تر منځ د اختلاف او کشمکش بڼه ورکړي.
خو اوس چې د ځاځي میدان او کورمې ولسونو د جرګې پریکړه کړې ده، نو امید دی چې دا کار به د پاکستاني پوځ پټ عزایم شنډ او خنثا کړي.
پاکستاني پوځ په کونړ او ځینو نورو سیمو کې په افغاني خاورو باندې توغندویي بریدونه کوي او مطلب یې دا وي چې افغان پوځ هم بالمثل اقدام وکړي او په نتیجه کې د پولې هاغه غاړه اوسېدونکو ته صدمه ورسېږي او په دې ډول د پولې د دواړو غاړو ولسونه په خپل منځ کې سره مخالف کړي.
پنجابي استعمار د انګریزي استبداد په پیروي د بیل یې کړه، اېل یې کړه، له پالیسي همیشه استفاده کړې ده.
دوی د پښتنو د نشنلیزم د ځبلو لپاره په اکوړه او نورو پښتني سیمو کې ګڼې مدرسې جوړې کړې او پښتانه سیاستوال یې د خپلو ملایانو غاړې ته ورواچول. د مدرسو له لارې د قوم د ویشلو او جنګولو تر پروګرام له مخه یې پښتانه په صوبه سرحد، بلوچستان او فاټا کې په بیلو بېلو اداري واحدونو کې ویشلي وو. په پیښور کې به قتل وشو او قاتل به څو کیلومره لرې په باړه کې سرې سترګې ازاد ګرځېده. دا کار ځکه کیده چې هم په پیښور کې د امنیت او تمدن مخه ونیول شي او هم باړه د بدمعاشانو او باغیانو په مرکز بدله شي او له بلې خوا قبایلي خلک د د پیښور له اوسېدونکو سره ښه روابط ونلري او د متضادو منافعو په اساس له یو بل سره په کشمکش کې پاتې شي.
د پاکستان د پوځ او پټو ادارو دغه پالیسي بېخي ډیر نور مثالونه هم لري. په بلوچستان کې پټو ادارو په ځلونو کوښښ کړی دی چې پښتانه او بلوڅان له یو بل سره وجنګوي. کله چې د پاکستان خفیه ادارې په کراچي کې د مهاجر قومي مومنټ ( د اردو ژبې هندوستاني مهاجرو سیاسي سازمان) له استقلال طلبانه حرکاتو وویرېدل نو زمینه یې مساعده کړه چې له سوات، باجوړ او د پښتونخوا له نورو سیمو په لکونو او ان میلیونونو پښتانه کراچي ته کډه وکړي او هلته بیا هندي مهاجر د پښتنو غاړې ته وراچوي او په خپله ورته د خیر په غوندۍ کېني.
د پښتنو په خپل منځ کې جنګول او له نورو سره جنګول د پنجابي استعمار یوه دوامداره پالیسي ده. خو له نېکه مرغه اوس ورباندې خلک پوه شوي دي او پنجاب د پخوا غوندې په اسانۍ سره دنفاق پالیسي نه شي تطبیق کولای.
کله چې عامو قبایلو او د قبایلو تعلیم یافته خلکو وغوښتل چې له پښتونخوا سره یو ځای شي او یا لږ تر لږه قبایل ژر تر ژره مدني حقوق تر لاسه کړي نو د پاکستان پټو ادارو هڅه وکړه چې د قبایلو ملکان د قبایلو د نورو اوسېدونکو غاړې ته ورواچوي او په دې ډول ټولنه په طبقاتي اساس په خپلو منځو کې سره وجنګوي. د پښتني ټولنې په منځ کې د کشمکشونو د زیاتولو لپاره د پنجاب خفیه ادارو له مختلفو طریقو استفاده کړې ده او دا لړۍ لا روانه ده.
له دغو توطیو سره د مقابلې لپاره د خوست د ځاځی میدان د قومي مشرانو او د کورمې د قومي مشرانو تر منځ جرګه او د کرښې په سر د ناوړو پیښو د مخنیوي لپاره سلا مشوره ډیر ګټور او مفید اقدام دی.
خدای دې وکړي چې د کورمې شیعه او سني پښتانه هم په خپلو منځو کې سره کیښېني او د پنجاب د یوې بلې توطیې مخه ونیسي. د پاکستان خفیه ادارو په تیرو دوو لسیزو کې په ځلونو کوښښ کړی دی چې پښتانه د شیعه او سني په نومونو هم له یو بل سره وجنګوي او د پښتنو وینه په دې شان هم تویه کړي.
پښتانه، بلوڅ او بل هر قوم او د هر هیواد اوسېدونکي حق لري چې ارام، بې جنجاله او د سولې ژوند ولري. اوس که پنجاب پښتنو ته توطیې جوړوي او د دوی سیمه ناکراره ګرځوي نو د دې په ځای چې له پنجابه ګیله وکړو، پکار ده چې پښتانه خپلو منځو کې سره کښېني او په دې غور وکړي چې د دوی په کلیو او ښارونو کې جنګ او انفجار او انتحار یوازې او یوازې د دوی په خپل تاوان دی او د عقل او درایت په مټ یې مخنیوی پکار دی.