د افغانستان د کورنيو چارو وزارت يوځل بيا د عبدالحکيم شجاعي په نامه د خپلسرو وسلوالو د مشر د نيولو امر وکړ.
د دې وزارت وياند وويل چې ټولو امنيتي ادارو ته يې سپارښتنه کړې، چې شجاعي ژر تر ژره ونيسي او د قانون منګولو ته وسپاري.
پر عبدالحکيم شجاعي تور پورې دى چې د ارزګان ولايت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې يې ګڼ ملکيان وژلي، ډبولي، د دوى کورونه لوټ کړي او نور جرمونه يې کړي دي.
د کورنيو چارو وزير جنرال مجبتى پتنګ د تېر لمريز کال د ليندۍ يا قوس پر ٢٣مه ولسي جرګې د شکايت اورېدو کميسيون ته وويل چې ډېر ژر به عبدالحکيم شجاعي د قانون منګولو ته وسپاري. په هغه وخت کې يې د ده د نيولو امر صادر کړ.
د افغانستان د کورنيو چارو وزير جنرال مجتبى پتنګ دغه راز د تېر لمريز کال د مرغومي يا جدي مياشتې پر ١٦مه د ولسي جرګې په استجوابيه غونډه کې ژمنه وکړه، چې په يوه اوونۍ کې دننه به عبدالحکيم شجاعي ونيول شي.
د ولسي جرګې د شکايت اورېدو کميسيون مشر ويلي چې شجاعي په تېرو درېيو کلونو کې تر ١٢٠ زيات ملکيان وژلي، چې په هغو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

چارواکي وايي شجاعي يوځل ونيول شو خو د ولسمشر دويم مرستيال کريم خليلي هغه په خپل ضمانت خوشې کړ.

7 thoughts on “د کورنيو چارو وزارت د درېيم ځل لپاره د شجاعي د نيولو امر وکړ”
  1. شجاعی خانه سری سترګی ګرځه، اوس خو دی سل وژلي چی دا ټول هم ووژنی د څه ویلو څوک نشته، د زمرو ځاله له سورلنډیانو ډکه ده، هر خوا د سورلنډیانو قولې اورم، ما تر اوسه سورلنډی نه دی لیدلی چی زمری سره یی حساب کړی وی ولو که تاج هم پری کیږدی او شنه جامه هم ور واغوندې ین.

  2. این کار اقای مجتبی پتنګ قابل تقدیر است. اما ماش ریس جمهور چرسی ما یک شنګ پت دار نمیبود و مرد قاطع میبود ودل اش بالای ملت اش درد میکرد.خوب خداوند خودش مالک جزا است انشاه الله هرظالم و جابر روزی به درګاه خداوند به جزا اعمالش میرسد.

  3. تر هغه چی د ارګ اوسنی مثلث له منځه تللی نه وی د شجاعی نیول ناممکن دی. دی مثلث شجاعی رامنځته کړی او تری کار اخلی.

  4. من باوردارم که شجاعی رانیروهای امنیتی دستگیر خواهند کرد.ولی معاون صاحب دوم ان رادوباره تضمین ورها مینماید.

  5. kharzai dona qadrat na lari chee da qatil wanise,2 kala kegi chee doy waye niso ye da khalak ghlata wi,
    chee mong ham hokmat you.

  6. د شجاعي نیول ګران کار نه دی هروخت ولایت ته راځي او بل رښتیا خبري ولي پټي سي د افسوس او د ژړا ځای خو دادی چه صمد قومندان یې ملګری دي دا هم پښتو ن دی چه د پښتنو سیاسرو ته…..؟؟؟ د ویلو والله که یي که رشتیا قانون او انصاف وي دوی دواړه باید دقانوني چلند سره مخامخ سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *