د افغانستان کرکټ بورډ کورني کرکټ جوړښت ته د ودې ورکولو او په دغه جوړښت کې د نوښتونو لپاره د نویو کړنلارو په پلان او پلي کولو کار وشو.

د نویو پلانونو او په شته سیستم کې د هر اړخیزو نوښتونو لپاره د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي په مشرۍ وروستۍ غونډه هم دایره شوه چې د کرکټ بورډ عمومي رئیس مرستیال حاجي عزیز الله فضلي، د اجراییوي رئیس مرستیال دوست محمد نظري، د کورني کرکټ مشر نظیم جار عبدالرحیم زي او د زونو مسئولینو هر یو ډاکټر نور عالم فرید، بختیار ساحل، حاجي علیم خان احمدزي، میر عظیم الله مبارز او ضیاءالرحمن هم په کې ونډه درلودله.

دغه غونډه چې یوه ورځ وړاندې پیل شوې وه، په ترڅ کې یې د کورني کرکټ مسئول او د زون استازو لخوا د ټاکل شوې آجنډا پر ټولو مواردو بحث شوی وو او نن د اجراییوي رئیس په مشرۍ د اجنډا په ټولو بحث شویو مطالبو وروستی بحث وشو.

د غونډې په ترڅ کې لاندیني موارد تر بحث لاندې ونیول شول.

  • د لوبغالو او اکاډمیو رغول او ترمیمول
  • د لوبغالو او اکاډمیو عاید او له عاید څخه د لوبغالو او اکاډمیو په پرمختیا کې د کار اخیستنې څرنګوالی
  • ولایتي کتګورۍ او د لوبې فارمټ
  • د پانګونکو موضوع
  • د هر زون لپاره د یو اداري کس ګومارل او د زون په کچه دفترونو مصارف
  • د زون په کچه میشت روزونکي
  • د کورني کرکټ لپاره د چال چلند قوانینو جوړول
  • د مهارتونو او وړتیارغونې پروګرامونه
  • خصوصي سکتور او د کوڅو کرکټ
  • د راپور فارمټ
  • د کورني کرکټ په کچه د مشورتي بورډ جوړول

1ټول پورتني موارد د غونډې ګډونوالو لخوا په هر اړخیزه توګه تر څیړنې لاندې ونیول شول او د هرې موضوع په هکله اړین تصامیم هم ونیول شو.

اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي ووییل چې، د کورني کرکټ جوړښت زموږ بنسټیز هدف دی او موږ به دغه جوړښت ته د ودې ورکولو لپاره چې د یو هیواد د کرکټ د ملا تیر حیثیت لري، هر ډول مثبت نوښتونه وآزمویو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *