د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د کورني کرکټ په کچه د ځوانو لوبغاړو، ملي الف لوبډلې او ملي نولس کلنې لوبډلې ټولو سپورتي مهارتونو پیاوړتیا په موخه په نده نوی ګومارل شوی اسټرلیایي روزونکی پیټر انډرسن رسنیو ته وروپیژانده.

د دغې خبرې ناستې په ترڅ کې سلاکار وزیر او د کرکټ بورډ عمومي رئیس شهزاده مسعود، د کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد، پیټر انډرسن، د عالي اجراآتو مدیر بشیر ستانکزي، د کرکټ بورډ غړو او د رسنیو درنو همکارانو ونډه درلودله.

1سلاکار وزیر او د کرکټ بورډ عمومي رئیس شهزاده مسعود د پیټرانډرسن راتګ او د افغانستان کورني کرکټ په کچه ځوان لوبغاړو ته د نوموړي روزنه یوه ستره لاسته راوړنه وبلله او د رسنیو همکارانو ته یې د نوموړي سپورتي تاریخچې په اړه هراړخیز معلومات ورکړل.

د کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد په خپله وینا کې د پیټر انډرسن دندو او مسئولیتونو په اړه خبرې وکړې او نوموړی یې د افغانستان ځوانو لوبغاړو روزنې لپاره یو وړ روزونکی وباله. ښاغلي مراد د پیټرانډرسن روزنیزه تاریخچه خورا اغیزمنه وبلله او یاده یې کړه چې نوموړی به د نورو ملي روزونکو سره په ګډه نه یوازې د ځوانو لوبډلو بلکه د موقع په صورت کې به د ملي لوبډلې د مهارتونو پر پیاوړتیا هم کار کوي.

پیټراندرس د افغانستان استعدادونه طبعي او بې ساري وبلل. نوموړي په افغان لوبغاړو کې د ډیر پرمختګ پوتنشیل په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې نوموړی به د پراخو پلانونو په ملاتړ د ځوانو لوبغاړو په روزنه کې خپل بنسټیز رول ولوبوي.

له ناستې وروسته د رسنیو همکارانو ته د کرکټ پوهاوي په برخه کې یو روزنیز ورکشاپ وړاندې شوو چې د افغانستان کرکټ بورډ پیاوړو کارکونکو له لوري پر مخ وړل کیده. د ورکشاپ په پای کې د رسنیو په غړو تصدیق پاڼې او ډالۍ وویشل شوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *