د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ نن (یکشنبه) له غرمې مخکې د کوچیانو او داخلي بې ځایه شویو عالي شورا غونډه په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې  د تخنیکي کمېټې د غونډو پر راپور، داخلي بې ځایه شویو سره د عاجلو بشري مرستو او د هغو د وېش پر میکانیزم، داخلي بې ځایه شویو لپاره د همغږۍ او ځواب ویلو پر طرزالعمل، د داخلي بې ځایه شویو پر شمېرو، د کوچیانو لپاره دنمونه یي جوماتونو پر جوړولو، د څړځایونو د ثبت لار نقشې، علامه ګذارۍ او احیا او د کوچیانو د سرخېل ټاکلو پر طرزالعمل بحث وشو.

د افغانستان د ځمکو خپلواکې ادارې رئیس جواد پیکار، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سیدحسین عالمي بلخي، د سیمه‎‎ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس عبدالمتین بېګ، د ارشاد، حج او اوقافو وزیر فیض محمدعثماني او د کوچیانو چارو د سمون لوی ریاست سرپرست ډاکټر حکمت الله عصمت په اجنډا کې د شاملو مواردو، نظریاتو او وړاندېزونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.

جمهوررئیس  غني د یادو ویناوالو د خبرو له اورېدو وروسته وویل، کوچیان او داخلي بې ځایه شوي واضح بودجوي کوډ ته اړتیا لري او د کوچیانو د اسکانو په اړه باید اساسي قانون پلی شي.

جمهوررئیس ټینګار وکړ د کوچیانو  د اسکانو او مالدارۍ د احیا لپاره باید یوه واضح طرحه  وجود ولري. هغه د داخلي بې ځایه شویو په اړه وویل: په دې اړه دې د مرکزي احصائیې اداره له نورو ادارو سره همکاري وکړي او  د احصائیې مرکزي اداره دې اصلي معلوماتي مرجع وي.

هغه زیاته کړه، په افغانستان کې مکررو پېښو ته په پام، موږ یوه واضح ډیټابیس او منول یا لارښود ته اړتیا لرو.

د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، بین المللي ارګانونه دې د د اخلي بې ځایه شویو په اړه له یوې واحدې مرجع څخه خپلې مرستې وکړي.

جمهوررئیس زیاته کړه، د هغو بې ځایه شویو ترمنځ چې د بېرته ستنېدو او یا اقامت  هوډ لري باید واضح توپیر  رامنځته شي، ترڅو په دې برخه کې اقدامات وشي.

جمهوررئیس غني وویل: د استطاعت وړ د استوګنې پروژې پر طرحې کار دوام لري چې وکولای شو د داخلي بې ځایه شویو په اړه اقدام وکړو.

د هېواد جمهورئیس کوچیانو لپاره د نمونه‎ يي جوماتونو د جوړولو په اړه وویل، کوچیانو سره په مشوره دې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، د علماو سرتاسري شورا او د سیمه‎ییزو ارګانونو خپلواکه اداره پر نمونه‎ يي جوماتونو کار وکړي.

جمهوررئیس د څړځایونو په اړه وویل، د څړځایونو سیمه باید تثبیت شي او سیمه‎ییزه ادارې وظیفه لري چې د څړځایونو ساتنه وکړي او هم‎مهاله دې  د هغو د تثبیت او ساتنې پر پلان کار وکړي.

محمداشرف غني وویل، پر څړځایونو د شخړو د حل لپاره باید د ولایت او زون په کچه کمېسیونونه جوړ شي چې شخړې حل شي. هغه زیاته کړه: لانجمنې سیمې دې له هغو سیمو سره چې همکاري ورکې شتون لري، تفکیک شي، ترڅو له څړځایونو څخه په سمه توګه استفاده وشي.

جمهوررئیس د کوچیانو د سرخېل د ټاکلو د طرزالعمل په اړه وویل، کوچیان د سوداګرۍ، مالداري، انتقالاتو او ترانسپورت ظرفیت لري او له دې ظرفیتونو څخه باید استفاده وشي.

دغه راز  د کوچیانو او داخلي بې ځایه شویو عالي شورا غونډې د کوچیانو د سرخېل د ټاکلو طرزالعمل تائید کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *