تاند- عبدالصبور قانع، خوشال سادات او ماهر یعقوبي د کورنیو چارو د درو لېرې شویو چارواکو پر ځای وټاکل شول.

درې واړه چارواکي نن /شنبه/ د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب له لوري معرفي شول.

د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري نن /شنبه/ د کورنیو چارو وزارت دا درې چارواکي؛ لومړی مرستیال جانان بارکزی، امنیتي مرستیال جنرال اخترمحمد ابراهیمي او د تروریستي ضد ادارې رييس جنرال نجیب امان ګوښه کړل شول.

نجیب امان د یونس قانوني خوریې دی.

د ولسمشر غني له لوري عبدالصبور قانع د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال، خوشال سادات د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال او ماهر یعقوبي د تروریستي ضد ریاست رييس ټاکل شوي دي.

ویل شوي چې دا ټاکنې په کورنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو په لړ کې شوي دي.

د نویو ټاکل شویو چارواکو د معرفۍ په مراسمو کې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وویل،«موږ سیاسي فشارونه نه قبلوو، بلکې په بشپړ قاطعیت به د امنیتي سکټور د تقویت لپاره په ګډه هڅې کوو.»

په دې مراسمو کې د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد په امنیتي سکتور په ځانګړې توګه په کورنیو چارو وزارت کې وروستي تغییران مثبت وبلل، ویې ویل، د امنیتي بنسټونو ترمنځ پر لا زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *