تاند- په کابل کې یوې محکمې د کورنیو چارو وزارت دوه پخواني مرستیالان له خپلو دندو د ناوړه استفادې په جرم په بند محکوم کړل.

له درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي، د کورنیو چارو وزارت پخوانیو معینانو مرتضي رحیمي او واسع رووفي ته نن /دوشنبه/ په علني محاکمه کې سزا اعلان شوه.

د دې مرکز په وینا مرتضي رحیمي په ۳ کاله او واسع رووفي په یو نیم کال بند محکوم شول.

محکمې ۴ تنه نور هم محکوم کړل.

د دغو څلورو تنو په منځ کې یو د کورنیو چارو وزارت د تدارکاتو ريیس نوید الله بخشي او د دغه وزارت ۳ نور کارکوونکي دي.

بخشي ته ۳ کاله او د کورنیو چارو وزارت هر کارکوونکي ته ۱۸ میاشتې بند ټاکل شوی دی.

دوی د کورنیو چارو وزارت د تېلو په قراردادونو کې درغلي کړې وه.

محکومان د استنیناف حق لري.

One thought on “د کورنیو چارو وزارت درې پخواني مرستیال وزیران په بند محکوم شول”
  1. درانه جرمونه او سپکې جزا ګانې !!! د محکمې نوم ته په کتو او د مجریمینو د مقام څخه پته لګیدای شي چې جرمونه به درانه وو خو د درانه جرم سزا ۳ کاله بند !؟ عجیبه ده . کاشکې چې بیا ددې قسم مجریمینو ته استئناف او مرافعه نه وای یعنې د دوهمې او دریمې محکمې حق ترې سلب شوای وای . اوس خو تقریباً داسې معلومیږي چې په دوهمه او دریمه محکمه کې به برائت اخلې او څه یې چې خوړلي د مور شدې !!!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *