تاند- د افغانستان د دفاع وزارت سرچینې وايي، د کورنیو چارو وزارت له مشرۍ څخه دفاع وزارت ته د سرحدي ځواکونو د لېږدولو بهیر پیل شوی دی.
سرحدي ځواکونه حاضردمه په کورنیو چارو وزارت پورې اړوند دي خو د افغانستان د څلور کلن امنیتي پلان پر اساس د دغو ځواکونو د ادارې او کنټرول چارې دفاع وزارت ته لېږدول کېږي.
د افغانستان د دفاع وزارت د لوی درستیز د ستراتیژیکو پلانونو ريیس جنرال جان خان وايي، د کورنیو چارو وزارت د کدر او پرسونل ریاست د دفاع وزارت د کدر او پرسونل له ریاست سره د سرحدي ځواکونو د کنټرول د انتقال موافقه لاسلیک کړې ده.
د جنرال جان خان په وینا د جدي میاشتې تر لومړیو پورې به د سرحدي ځواکونو واګې په بشپړ ډول دفاع وزارت ته وسپارل شي.
د دفاع وزارت دغه چارواکي همداراز وویل، سرحدي ځواکونه په دوو برخو وېشل شوي چې یوه برخه به یې، چې شمېر یې ۴ زرو ته رسېږي، د سرحدي پولیسو په نوم د کورنیو چارو وزارت تر ادارې لاندې پاتې شي، خو د سرحدي ځواکونو واګې به دفاع وزارت ته ولېږدول شي.
دفاع وزارت به سرحدي ځواکونه په ښو وسلو او امکاناتو سمبال کړي.