تاند — د کورنیو چارو وزارت د ۱۳۹۸ د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د یوه ناکام کاندید عبدالله عبدالله هغه لیکلې غوښتنه رد کړه چې غوښتي یې وو د کورنیو چارو وزارت دې د انتخاباتو د کمېسیونونو چارواکو ته اجازه نه ورکوي چې له هېواد څخه وځي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، «د قانون له مخې، یوازې لوی څارنوالي او ستره محکمه دا صلاحیت لري چې له هېواد څخه د چا په وتلو باندې بندیز ولګوي،»

ښاغلي رحیمي زیاته کړې، «له دې امله، د کورنیو چارو د وزارت هر اقدام د هېواد د نافذو قوانینو مطابق ترسره کیږي.»

ښاغلی عبدالله د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې په څلورم ځل هغه وخت ناکام وپېژندل شو چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پرون سه شنبه /د سلواغې ۱۸مه/ د انتخاباتو وروستي نتایج اعلان کړل او پر واک ناست ولسمشر اشرف غني یې بیا ګټونکی وباله.

One thought on “د کورنیو چارو وزارت د عبدالله عبدالله غوښتنه رد کړه”
  1. وروسته له هغې چې د ټاکنو ناکام نوماند اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د یوه حکم له مخې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشران او غړي ممنوع الخرج اعلان کړل، حکومت هم اجرائیه ریاست لغوه اعلان کړ.

    ارګ وایي، له دې وروسته دوی د اجرائیه ریاست په نوم هیڅ کوم جوړښت نه لري او هر حکم، فرمان او مکتوب چې ترې صادیریږي غیر قانوني دی.

    داخبر تېره شپه د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي ورکړ هغه عبدالله عبدالله ته په غبرګون کې وویل، چې د ممنوع الخروجۍ صلاحیت د افغانستان د قانون له مخې یوازې لویه څارنوالي او ستره محکمه لري، اجرائیه ریاست په دې کې کوم اقدام نه شي کولی.

    صدیقي زیاتوي، د ولسمشر غني د ټاکنو تګلاره همدا وه؛ ې د ملي یو والي حکومت جوړښت به دوام نه کوي،خلکو هم په همدې هدف ولسمشر غني ته رایه ورکړه او د بریاو تر پوړوی یې ورسوه.

    همدارنګه ولسمشریز نوماند ډاکټر عبدالله، چې ځان یې خپله د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی اعلان کړی او د ولسمشر غني بریالیتوب ردوي؛ په کابل کې مېشتو بهرنیو سفارتونو ته لیک استولی.
    هغه په دغه لیک کې له سفارتونو غوښتي، چې د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو په اړه بې طرفه پاتې شي.
    بهرنیو سفارتونو په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *