تاند، سه شنبه، د اسد ۱۵مه: نن مازیګر د کورنیو چارو وزارت له مخدره توکو سره د مبارزي معنیت د عملې پر موټر بمي برید ۵ کسان وژلي او ۷ نور ټپيان دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، چاودنه نن مازیګر د دولتي ادارو له رخصتۍ وروسته شاوخوا ۵ بجې د کابل ښار د یوولسمې امنیتي حوزې اړوند روسانو سړک باندې د دولتي کارمندانو په یو موټر شوې ده.
نوموړی وايي، پېښه په یو موټر سایکل کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د انفجار له کبله شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت په وینا د پېښې ټول قربانیان او ټپيان له مخدره توکو سره د مبارزې معینیت کارمندان دي.
تر دې څه موده وړاندې هم د کانونو او پټرولیم وزارت د کارمندانو پر موټر ځانمرګي برید کې ګڼو ملکي کارمندانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه چې د نړیوالو او کورنیو بشري ادارو غبرګونونه یې راوپارول.