تاند – د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د ولسمشرۍ کاندیدانو ته به د هغوی د امنیت د خوندي کېدو لپاره زغرګاډي ورکړي.

د کورنیو چارو وزارت له یوې خبرپاڼې سره سم، چې نن /چهارشنبه/ یې خپره کړه، د ۱۳۹۳ لمریز کال د حمل د شپاړسمې نېټې د ولسمشرۍ هر کاندید ته به ۳ زغرګاډي او ۳۶ ساتونکي ورکړي.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي د ولسمشرۍ له کاندیدانو غوښتي چې د خپلې خوښې ساتونکي د امنیتي مهارتونو د زده کړې لپاره دې وزارت ته ورمعرفي کړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخاباتو ته نژدې دوې میاشتې پاتې دي او وسله والو طالبانو پټکه کړې چې پر کاندیدانو او رای ورکوونکو به بریدونه وکړي.

په تېرو انتخاباتو کې هم وسله والو طالبانو پر کاندیدانو او رای ورکوونکو بریدونه وکړل او د پښتني سیمو اکثره اوسېدونکي یې په انتخاباتو کې له ګډونه محروم کړل.

4 thoughts on “د کورنیو چارو وزارت د ولسمشرۍ کاندیدانو ته زغرګاډي ورکوي”
  1. د طالبانو هدف دادی چی په ګران هیواد کی د پښتنو حاکمیت او یا په دولت کی شرکت سل په سلو کی ختم کړی او قدرت لږکیو ته ورکړی . ځکه د پښتنو حاکمیت د افغانستان د دښمنانو په ګټه نه دی. په دی کار کی پاکستان او ایران زیات دخیل دی او هریو غواړی د طالبانو په لاس خپلو شومو اهدافو ته ځان ورسوی. پاکستان به د داکتر عبدالله په لاس د دیورند کرښه امضا کړی او ایران به د هغه په واسطه افغانستان په یوه شیعه مذهبه او فارسی ژبی هیواد په توګه تبدیل کړی. دا به د طالبانو لاسته راوړنی وی. او که دوی بل څه فکر کوی نو خپل دلایل د ووایی چی ملت ته قناعت ورکړل شی.

  2. محترم حسن صاحب همده ستا خبره په بشپړ دول سمه خبره ده هغه څوک چی ځان ته افغان وایی هغه که طالب دی او که بل څوک باید دحسن صاحب خبرو ته متواجی وی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *