تاند- د کورنیو چارو وزارت یوه ساتنمن ته، چې کابل ښار ته یې د ځانمرګي حمله کوونکي مخه نیولې وه، د اتل پولیس لقب ورکړ.

د کورنیو چارو وزارت وویندوی صدیق صدیقي نن /پنجشنبه په خبري غونډه کې وویل چې انتحاري حمله کوونکي د سراچې موټر په واسطه،  چې چاودیدونکي مواد په کې بار شوي، غوښتل چې په کابل ښار کې وژونکې حمله وکړي خو پولیسو یې کابل ته د ننوتو مخه ونیوله.

د دې ځانمرګي برید په مخنیوي کې یوه پولیس میر افغان مهم رول ولوباوه.

صدیقي وویل:« پولیس اوس دومره زړه ور دي چې له انتحاري نه ډاریږي، انتحاري تعقیبوي او پریږدي یې نه چې ښار ته ننوځي او د کورنیو چارو وزارت د کابل پولیسو دغه افسر ته د اتل لقب ورکوي، ساتنمن میر افغان د افغانستان د پولیسو اتل دی.)

د امنیتي  چارواکو په وینا په دغه برید کې، چې نن سهار په ده سبز ولسوالۍ کې وشو، ساتنمن میرافغان ووژل شو او درې تنه نور پولیس ټپيان شوي دي.

له بلې خوا نن د کاپیسا ولایت په مرکزمحمود راقي  کې په یوې چاودنې کې درې پولیس او دوه ملکیان ټپیان شوي دي.

د دې ولایت سرپرست محراب الدین صافي وویل دغه چاودنه نن شاو خوا یوولس نیمې بجې د امنیه  قومندانۍ مخته وشوه.

د نوموړي په وینا چاودیدونکي مواد په یوه موټرسایکل کې ځای پرځای شوي وو.

د دې پیښې مسوولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

د یوه بل خبر له مخې د کابل په ده سبز ولسوالی کې نن سهار د پولیسو پر موټر په ځانمرګي برید کې یو پولیس وژل شوی او ۳ نور ټپیان شوي دي .

د کابل د امنیه قومندانی د جنايي تحقیقاتو ریس جنرال محمد فرید افضلي وویل یوه ځانوژونکی، چې غوښتل یې د سراچې موټر په وسیله د ښار په ګڼه ګوڼه سیمه کې انتحاري حمله وکړي، د کشفي پولیسو تر څار وروسته انتحاري حمله وکړه چې په نتیجه کې یې پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته .

د دې برید مسوولیت وسلوالو طالبانو منلی او ادعا یې کړې چې په دې پيښه کې بهرنیو او افغان امنیتي ځواکونو ته زیاته مرګ ژوبله اوښتې، خو د امنیتي چارواکو له خوا د طالبانو دغه ادعا رد شوې ده.

One thought on “د کورنیو چارو وزارت د پولیسو یوه ساتمن ته د اتلولۍ لقب ورکړ”
  1. افغان شهید پولیس ساتنمن میر افغان ته د الله ج د فردوس جنت نصیب کړی او د دوی کورنۍ ته جمیل صبر غواړو او هغوی چی ژوبل شویدی له لوی خدای ج نه عاجل صحت ورته استدعا کوو.
    خرمرګی او د هغوی سازمان ورکوونکی ته جهنم او ابدی نفرین غواړو.
    خپل هیواد او د خلکو ژوند ساتل د هر افغان او مسلمان هیواد وال لکه عین فرض اساسی دنده ده. هغوی چی د پردیو په مشوره مظلوم افغانان وژنی او د هغوی ژوند تهدیدوی پردیو ته خدمت دی که هرڅومره د مسلمانی ادعا وکړی ، ټولی ادعاوی یی باطلی او له منافقته ډکی دی . هغوی ملی خاینین دی او د هغوی نیول او له منځه وړل د هر مسلمان افغان فرض دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *