تاند- د کورنیو چارو وزارت په کابل کې د سې شنبې د ورځې له خونړۍ تروریستي حملې وروسته یو شمېر پولیس چارواکي ګوښه کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي وویل، د لومړۍ ناحیې د پولیسو قوماندان له دندې برطرفه کړای شوی او د تحقیقاتو لپاره څارنوالۍ ته معرفي شوی دی.
ده همداراز وویل، په نورو لېري کړای شویو پولیس افسرانو کې د لومړۍ ناحیې د پولیسو جنايي امر او د تروریستي ضد چارو مشر شامل دي.
د کابل د سې شنبې په تروریستي حمله کې ۶۴ تنه ووژل شول، ۳۴۷ ژوبل شول او د خلکو شتمنیو او حتي د عیدګاه جومات ته تاوانونه واوښتل.
د دې برید مسوولیت، چې اکثره قربانیان یې ملکي خلک ول، وسله والو طالبانو په غاړه واخیست.
په همدې حال کې د افغانستان حکومت د ملګروملتو له امنیت شورا غوښتي چې د کابل د حملې د مسوولانو پر ضد اقدام وکړي.
په ملګروملتونو کې د افغانستان ځانګړي استازي تېره شپه په یوه بیان کې وویل، له هغوی سره دې سخت چلند وشي چې د یاغیانو مشرانو ته یې پناه ورکړې ده.
په ښې حکومتولۍ او اصلاحاتو کې د ولسمشر ځانګړي سلاکار وړاندیز کړی دی چې د طالبانو زنداني مشران دې اعدام شي.
احمد ضیا مسعود چې تېره ورځ په کابل کې د سې شنبې د ورځې د تروریستي برید په اړه خبرې کولې، وویل، موږ په زندانونو کې تروریستان لرو چې د مرګ په سزا محکوم شوي دي او ولسمشر باید اوس د دې کسانو د اعدام حکم لاسلیک کړي.
نور اړوند خبرونه:
د ټپیانو لپاره ۳ ملیونه او ۳ لکه سي سي وینه عطیه شوه
د ولسي جرګې غړي د حملې په اړه وايي…
لومړنۍ نښې ښيي چې دا برید حقاني شبکې کړی
د کابل په تروریستي برید کې ۲۸ تنه وژل شوي
اجرايي ريیس د کابل د حملې په خاطر د پاکستان سفر وځنډاوه
نړیوالې ټولنې د کابل تروریستي حمله وغندله
د کابل د تروریستی برید تلفات ۶۴ تنو ته ورسېدل
28 dead, hundreds wounded in Kabul suicide attack