د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نړیوال پنځوس اوریز جام ته د لومړي ځل لپاره لارموندنې ورسته د هیوادوالو، سوداګرو او دولتي چارواکو له لوري په بیلابیلو برخو کې وستایل شوه چې د کورنیو چارو وزات هم خپل هیوادني رسالت ته په کتنې سره د ملي لوبغاړو هڅونې په برخه کې خپل هراړخیز مسئولیت په ډاګه کړ.

د افغانستان کرکټ بورډ اداري چارواکي او ملي لوبغاړي د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داودزي له لوري د غرمې ډوډی دعوت شوي وو. ددغې میلمستیا په ترڅ کې د کرکټ بورډ اداره او ملي اتلان د کورنیو چارو وزارت مقام له لوري وستایل شول او ددوی لاسته راونې یی د افغانانو لپاره نه هیرودونکي وبللې. د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه چی، تل به افغانان دا بریاوې ستایی. همدا راز نوموړي د کرکټ بورډ ادارې عمومي مشر شهزاده مسعود، ډاکټر نورمحمد مراد او دلوبډلې روزنکي کبیر خان او لوبډلمشر محمد نبي عیسی خیل ته مډالونه ورکړل. په قبایلي چارو کې د ولسمشر سلاکار او د کرکټ ریس شهزاده مسعود د کورنیو چارو له وزیر محمد عمر داوودزی مننه وکړه چی خپل لوبغاړي یې وستایل او د نوموړي مرستې یی په بیلابیلو وختونو کې وستایلې.

1د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد د کورنیو چارو وزارت مقام له دغه ارزښتمن ګام څخه مننه وکړه او زیاته کړه چې، د کرکټ بورډ اداره او د کرکټ ملي اتلان د ملي څیرو او مشرانو داد او ملاتړ ته اړتیا لري او موږ د وزارت مقام له هڅونې منندوی یو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *