ارشیف

تاند- په داسي حال کې چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو له لوري په تصفیوي عملیاتو کې د ۵۰ وسله والو طالبانو د وژل کېدو او د ۳۲ نورو د ټپي کېدو ادعا کوي، دفاع وزارت وايي چې په لوګر کې د امنیتي ځواکونو او سخت دریځو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان ملي پولیسو له ملي اردو او د ملي امنیت د ریاست له ځواکونو سره په ګډو عملیاتو کې لږترلږه پنځوس وسله وال مخالفان وژلي دي.

خبرپاڼه وايي چې دا تصفیوي عملیات په اروزګان، نیمروز، زابل، خوست، کندهار، غزني، جوزجان، لغمان، پکتیکا او هلمند ولایتونو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د ملي امنیتي ځواکونو د تلفاتو یادونه نه ده کړې خو ویلي یې دي چې په دې عملیاتو کې ۳۲ نور وسله وال مخالفان ژوبل شوي او ۱۶ ژوندي نیول  شوي دي.

دا وزارت له وسله والو مخالفانو څخه د یو شمېر وسلو د نیولو ادعا هم کوي.

د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده

له بلې خوا دفاع وزارت وايي چې د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سخته جګړه نښتې ده.

د دفاع وزارت ویندوی ظاهر عظیمي نن رسنیو ته وویل چې دا نښته نن سهار شپږ بجې پیل شوه او تر غرمې پوري روانه وه.

جنرال عظیمي په جګړه کې دواړو خواوو ته د مرګ ژوبلو د شمېر په اړه معلومات وړاندې نه کړل خو ویې ویل چې اندېښنه ده چې تلفات به زیات وي. ده دا هم وویل چې د تلفاتو په اړه به وروسته جزییات اعلان کړي.

په همدې حال کې د دفاع وزارت نورې سرچینې وايي چې جګړه لا هم روانه ده ( د دې خبر د خپرېدو تر شېبې)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *