تاند – د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وروسته تر دې دا خبره افشا کړه چې د عبدالله عبدالله لومړي مرستیال د دوی موټر نه دې ورسپارلي چې د جمعې په ورځ د اصلاحاتو او همپالنې د ډلې یو شمیر مظاهره چیان په کابل کې د پولیسو په پیک اپ موټرو کې ناست وو.

د دغو مظاهره چیانو عکسونه د فیسبوک له لارې خپاره شوو او په طلوع تلویزیون کې چې دا بهیر یې تر ډیره په ژوندۍ بڼه ښکاراوه هم دغه موټر ترسترګو شول.

د کورنیو چارو د وزارت مرستیال نجیب دانش وویل چې دغه موټر هغه وو چې دوی حاجي محمد محقق ته د وکالت په وخت ورکړي وو خو د دوی د بیا بیا غوښتنې سربیره محقق د پولیسو دغه موټر بیرته وزارت ته نه دې سپارلي.

د ټولنیزو رسنیو په فلمونو او په تلویزیوني راپورونه کې داسې ښکاریدل چې د پولیسو د پیکو شمیر زیات دی یو دوه نه دي چې اعتراض کوونکي پکې ناست وي.

د عبدالله عبدالله د اصلاحاتو او همپالنې ډله بیا وایي چې دوی ته د انتخاباتو په پیل کې د کورنیو چارو وزارت موټر ورکړې دي او د دې لپاره چې د انتخاباتو بهیر روان دی نو دوی په قانوني ډول حق لري چې له دې وسایلو استفاده وکړي.

د ولسمشرۍ د انتخاباتو تر لومړي پړاو مخکې له یوه دولتي موټره د اشرف غني احمدزي ټیم استفاده کړې وه چې بیا د انتخاباتو د شکایتونو کمیسیون د بدلون او دوام ډله جریمه کړه.

0 thoughts on “د کورنیو چارو وزارت: محقق د پولیسو موټر ګرځولي”
  1. د دی ښاغلو په خدمت کی دولتی امکانات ټول په لاس کی دی.او بيا د درغليو رامباړی وهی.او چی اکسريت ولس دو ته رايه نده ورکړی نو په دوی اور بل دی لاری تری ورکی دی.خو دوی دی داهم نه حيره وی چی د اکسريت افغان ولس د صبر جام په ډکيدو دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *