نصرت رحیمي

    د هېواد د کورنیو چارو وزارت یو له لویو او مهمو وزارتونو څخه دی؛ دې وزارت ته په ځینو هېوادونو کې د کورنیو چارو وزارت وايي او په ځینو هېوادونو کې وزارت کشور یا د هېواد وزارت ورته وایي، که چېرې په هر هېواد کې د استخباراتي بنسټ تر څنګ، د کورنیو چارو وزارت روغ وي نو هغه هېواد له امنیتي اړخه غښتلی، روغ او پر پښو ولاړ هېواد دی.

    د هېواد د کورنیو چارو وزارت ته که چېرې په دریو برخو کې بنیادي او اساسي کارونه شوي وای، نو اوس به اصلاحات او پرمختیاوې په چټکۍ سره ددې وزارت په اموراتو کې ورځ تر بلې په آسانی سره پرمخ تللې، د هغو دریو برخو له ډلې یوه یې د پولیسو مسلکيتوب یا د هغوی د ظرفیت لوړل دي، دویم یې له فساد سره مبارزه ده او دریم هم د تشکیلاتي نظام رغول او په اړوندو بستونو کې د اهلیت او وړتیاوو پر بنسټ ګمارنې دي.

     په دې لیکنه کې به یوازې په یوه برخه کې رڼا واچول شي ځکه د ټولو برخو یادونه به په دې لنډه لیکنه کې را ونه سپړل شي.

    له وړاندې د کورنیو چارو وزارت د مافیائي کړیو، زورواکو او په نظام کې د ننه د ځینو مفسدینو لپاره د هغوی د شومو موخو د تر لاسه کولو او د دوی د مادي امکاناتو د پوره کولو لپاره تر ټولو ښه او آسانه مرجع وه، هرګام به چې په کاري اموراتو کې اخیستل کېده، دوی به په آسانی سره کولای شول چې خپله ونډه په کښې تر لاسه کړي. هر چارواکی چې دې مهم ارګان ته راغلی و، خپل وخت یې په کې تېر کړی و او پورته د فساد خبیث مثلث ته د راز او نیاز پل ګرځېدلی و او د دوی د ګټو د خوندیتوب لپاره د مصئونیت او شراکت د دیګ سرپوښ ګرځېدلی و؛ اساسي او بنیادي کارونو ته نه یوازې دا چې اراده یې نه وه موجوده او نه یوازې دا چې نه وو تر سره شوي بلکې د بنسټیزو کارونو د تر سره کولو مخه هم نیول کېده.

    له دې چې فساد خپل اوج ته رسیدلی و، د کورنیو چارو وزارت په مربوطاتو کې به که څوک په خورا ټیټه دنده او بست کې ګمارل کیدل نو د هغه کس او د هغه د نږدې کسانو انګیرنه به داسې وه چې سړی په ډېر ښه بست مقرر شوی، په ورته وخت کې د همدې کسانو لخوا به د دندې غوړې مبارکی ورکول کېدې، یعنې دلته تر ټولو کوچنی بست، مهم او لوی بست و، په همدې موخه یې هم خلکو ته او یا هم د خلکو په منځ کې اهمیت درلود.

    په یوه امنیتي حوزه کې به که چېرې د ټولي کوم قوماندان مقرریده، د میاشتې تر تېرېدو به د هغه په شخصي ژوند کې د پام وړ تغیرات راغلي وو، یو کال به یې په دنده کې نه تېرېده چې درې ـ څلورم منزله کور به یې اچولی و! په نورو برخو او نورو ریاستو کې په همدې شکل.

    د یوې حوزې د آمر د تقرر سرقلفي او پیسې به معلومې وې، هر آمر د حوزې به په ۳ ملیونو تر ۷ ملیونو افغانیو رشوت باندې مقرریده، آن دا روال تر امنیه قوماندانانو، کمیسارانو او عمومي رئیسانو پورې په همدې شکل پلی کېده.

    ځېنې نور بستونه، د حوزو بستونه او د امنیه قوماندانی بستونه به په پورتني شکل وو، خو ځینې نور به بیا د زورواکانو او مافیاوو په ولکه کې وو، ځینې امنیتي حوزې او د امنیه قوماندانیو او کمیساریو بستونه به مطلق د زورواکو په واک کې و، مسئولین به يې د همدوی لخوا په ګوته کېدل او د وزارت رهبری ته به معرفي کېدل وروسته به همدغه کسان په دې بستونو ګمارل کېدل.

    له دې ټولو ولسمشر غني ښه خبر و، په همدې موخه يې په پوره زړورتیا او اوچت آواز د کورنیو چارو وزارت د فساد زړه وباله او د افغانستان خلکو ته یې په دغه مهم ارګان کې د اصلاحاتو د راوستو ډاډ ورکړ.

    دا وخت هغه وخت را سېدلی و چې باید په کورنیو چارو وزارت کې پورته ټولو ناخوالو ته د پای ټکی کېښودل شي او د منځه وړلو لپاره یې باید کوټلي ګامونه پورته شي.

    په دې وخت کې د کورنیو چارو وزارت لپاره نوی وزیر ویس احمد برمک معرفي شو، ویس احمد برمک د ښه مدیریت، پاک کار، اړوندو چارو کې د پوره قاطعیت او د لوړ ظرفیت، مخینه درلوده. ویس احمد برمک په لومړیو دریو میاشتو کې د کورنیو چارو په وزارت کې د شته ناخوالو، ستونزو او فساد د محو کولو او له منځه وړلو لپاره بنسټیزې حل لارې او طرحې په لاره واچولې.

    د ویس احمد برمک دغه اصلاحي او بنیادي پلانونه د ولس او په ځانګړې توګه د ولسمشر محمد اشرف غني له کلک هرکلي سره مخ شول، ولسمشر غني د ویس احمد برمک له اړوندو پلانونو او پالیسیو غوڅ ملاتړ وکړ او هغه ته یې په خپلو خبرو کې وویل چې د کورنیو چارو وزارت په اموراتو کې خپلو پروګرامونو ته چې د وخت تر ټولو مهمه غوښتنه ده، په پوره جرئت سره چټکتیا ورکړي.

    په وزارت کې په هره برخه کې  بنیادي او اساسي چارې پيل شوې، هغه که په تشکیلاتي نظام کې رغونه وه، که هغه د امنیتي ځواکونو د ظرفیت لوړول او سمول و، که هغه په هېواد کې د امنیت را ورستلو په موخه لنډ مهال، منځمهال او اوږدمهاله پلانونه او پالیسی وې او یا هم که هغه د فساد پر وړاندې مبارزه وه.

    دې کارونو او اقداماتو په وزارت کې د ننه ځینو مفسدو کړیو ته او له وزارت څخه بهر زورواکو او مافیائي کړیو ته سرخوږی جوړ کړی و، په ورته وخت کې يې د دغو اقداماتو د مخنیوي په موخه ډول ډول فشارونه او تنګدستی د کورنیو چارو په وزیر د هغه د ویرولو او یا هم د هغه د بدنامولو لپاره راوړلې، خو د ویس احمد برمک  قاطعیت، وطن او ولس ته د هغه ژمنیتا او د حکومت د رهبری ملاتړ او هيڅ زور او زر په دې ونه توانېد چې دغه حیاتي او اړین ګامونه چې د کورنیو چارو په وزارت کې د اصلاحاتو په موخه تر سره کېدل هغه له خپل اصلي مسیر څخه منحرف کړي.

    د پورتنیو اصلاحاتو تر څنګ، یو یې د آزاد رقابت له لارې د نظامي مهمو بستونو اعلانول وو.

    په لومړي سر کې د کابل د ټولو امنیتي حوزو د آمرینو، معاونینو، د جنائي مدیرانو، ساحوي کنټرول آمرینو او کشف آمرینو بستونه، آزاد رقابت ته اعلان شول.

    یادو بستونو ته په سلګونو هغو کسانو چې نظامي زده کړې یې کړې وې او ښه سابقه یې درلوده خپل غوښتنلیکونه را واستول، د دوی د اسنادو تر ارزونې وروسته هغه کسان چې په شرایطو برابر وو، ترې تحریري آزموینه واخیستل شوه.

    تحریري آزموینه په پوره رونټیا او شفافیت سره واخیستل شوه، د تحریري آزموینې وروسته  له بریالیو کسانو تقریري آزموینه هم واخیستل شوه.

    په ورته وخت کې ویس احمد برمک د کورنیو چارو وزارت د استخباراتو او جنایي برخو ادارو ته په جدي توګه دا سپارښتنې کړې وې چې هغه کسان چې په تحریري آزموینه کې بریالي کېږي باید شالید یې وکتل شي چې له هره اړخه یادو بستو ته مناسب وي او تر ټولو مهمه دا چې د پیسو او رشوت اخیستو دوسیه او کارنامه ونه لري.

    د آزموینو د اخیستو په درشل کې د کورنیو چارو وزیر د آزموینې د اخیستو ټیم ته په ځلونو همدا ویل چې څو موارد باید په همدې آزموینو کې په نظر کې ونیول شي: لومړی دا چې د چا حق تلف نه شي، دویم دا چې له هیچا سره باید مرسته ونه شي، پرما له بیرون څخه زیات فشارونه دي؛ زه خپله چې له چا سره مرسته نه کوم نو هیڅوک به هم له چا سره تر حق ورهاخوا مرسته نه کوي او دریم دا چې زه نن غواړم قومي تعصباتو او خویشخوریو ته د پای ټکی کېږدم او دا به همدلته ثابتیږي.

    یادو بستونه ته د وړتیاوو او کاري تجربو پر اساس پوه، پاک او د لوړو تحصیلاتو کسان له هر قوم څخه غوره شول.

    یو څه بل چې د یادولو وړ دي هغه دا چې د قومي جوړښت له مخې په کابل کې په ځینو سیمو کې ځینې سیمې قومي ترکیب لري، نو وزیر دا وپتېله چې په هغو سیمو کې چې تاجکان زیات اوسېږي هغو حوزو ته يې پښتانه کسان انتخاب کړل او یا هم په هغو سیمو او حوزو کې چې هزاره توکم زیات دی د هغو حوزو لپاره یې تاجک یا پښتانه په دندو کړل، چې دې اوډون وروسته ښه نتایج درلودل او هغه دا چې مخکې به که د یوې حوزې اوسیدونکي جرم کاوه او د حوزې آمر یا بل مسئول به د هغه له قوم څخه و، نو په ډېریو مواردو کې به هغه عدلي او قضايي ارګانو ته نه پېژندل کېده چې په دې شکل ګمارنو او معرفي کولو دا لویه ستونزه حل شوه او دا لومړی ځل دی چې داسې څه تر سره کېږي.

    دا لومړی ځل دی چې له ټولو فشارونو او دسایسو سره سره د زورواکانو، مافیاوو او مغرضینو شومو موخو ته نه ویل کېږي او د ټولو قوانینو په رڼا کې د ټولو پرتو پرګنو لپاره او د ټول ولس لپاره په یوه سترګه کتل کېږي، تاسو ته جوته ده چې په ډېریو مواردو کې به که یو وزیر د یوه ولایت و نو په اکثریت مطلق بستونو باندې د هغه خپل خپلوان او یا هم د همغه ولایت کسان مقرریدل خو دا لومړی ځل دی چې د کورنیو چارو وزارت د ټولو قومونو لپاره د یوې هندارې حیثیت خپلوي، نه یوازې په همدې بستونو کې دا حالت تطابق کوي بلکې د وزارت په نورو لوړو او کښته بستونو کې هم دا اطلاق کوي.

    دا لومړی ځل دی چې په کورنیو چارو وزارت کې بستونه په پوره رونټیا سره لومړی اعلانیږي او وروسته پرې د اهلیت او شایستګی له مخې با ظرفیته کسان غوره کېږي، پرته له دې چې د بست پر وړاندې پیسې واخیستل شي، څه چې مخکې موجود وو او څه چې مخکې معمول ګرځېدلي وو.


*ښاغلی رحیمي د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *