تاند- د کورنیو چارو وزارت وايي چې پولیسو د کابل د عالمانو شورا د ريیس قاتل نیولی او پوښتنې – ګروېږنې یې ورڅخه پیل کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت سرچینو تېر ماښام وویل، چې د مولوي عبدالبصیر حقاني قاتل له پېښې شاوخوا ۴۰ دقیقې وروسته ونیول شو.

د کورنیو چارو وزارت په دې اړه نور جزییات څرګند نه کړل خو پرون /شنبه/ له پېښې وروسته داعش سختدریځې ډلې، چې ځان اسلامي دولت بولي، د دې برید مسوولیت په غاړه واخیست.
د افغانستان د کورنیوچارو وزارت له دیني عالمانو غوښتي چې د مشکوکو کسانو یا ګواښ د لیدلو په صورت کې پولیسو خبر کړي.
په افغانستان کې عموماً د تروریستي پېښو عاملان نه نیول کېږي.
د کابل د علماوو شورا خوله ور ريیس مولوي عبدالبصیر حقاني پرون/ شنبه/ ماسپښین په چهلستون کې د یوه تن له لوري د تمانچې په ډزو شهید شو.
د حقاني د کورنۍ غړي وايي چې مولوي حقاني د خپل کور مخته له موټره کښته شو چې ډزې پرې وشوې.
مولوي حقاني په افغانستان کې د روانې جګړې او انتحاري حملو په اړه په زغرده خبرې کولې او د یو شمېر نورو ملایانو په شان یې د ترور کېدو له وېرې محافظه کاري نه کوله.