تاند- د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د ولسي جرګې د انتخاباتو په بهیر کې د لاسوهنو په تور یې ۶۰ تنه نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت نن /دوشنبه/ وویل، په نیول شویو ۶۰ تنو کې دولتي کارکوونکي هم شامل دي خو تر ټولو ډېر کسان یعني ۴۰ تنه په پلازمېنه کابل کې نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، که د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د امنیتي چارواکو او ځواکونو د مداخلې په اړه شواهد او اسناد ترلاسه کړي، له هغو سره به هم قانوني چلند وکړي.
د افغانستان له بېلابېلو برخو څخه راپورونه وايي چې زورواکانو د رای ورکولو په ځینو مرکزونو کې له زوره کار اخیستی خو د کورنیو چارو وزارت وايي چې د دغو کسانو په وړاندې اقدامات شوي چې جزییات به یې ژر د انتخاباتو خپلواک کمیسیون او خلکو ته وړاندې شي.
تر دې وړاندې د افغانستان ولسمشر ویلي و چې هیڅوک د انتخاباتو په چارو کې د لاسوهنې حق نه لري او که چا سرغړونه وکړه جزا به ورکړل شي.
د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره له غزني پرته د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې نژدې ۹ ملیونه رای ورکوونکو نومونه لیکلي وو خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې څه باندې ۴ ملیون تنو خپلې رایې کارولي دي.
په کندهار کې به د راتلونکې یکشنبې په ورځ د ولسي جرګې د ۱۱ چوکیو لپاره انتخابات وشي.