تاند- د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ ناوخته تایید کړه چې پهلوان جمشید، چې ویل کېږي په کابل ولایت کې یو تر ټولو بې رحمه جنایتکار و، له نیول کېدو وروسته د سختو ټپونو له کبله مړ شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی نصرت رحیمي وویل، پولیسو پهلوان جمشید د جمعې په ورځ د یو لړ عملیاتو په لړ کې په کابل ښار کې ونیوه.

رحیمي زیاتوي، پولیسو هغه مهال پهلوان ونیوه چې نوموړی سخت ټپي شو.

د پولیسو په وینا پهلوان ماسپښین مهال د جنایتکارانو ترمنځ په خپلمنځي نښته کې ژوبل شو او وروسته پولیسو ونیوه.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی وايي چې جمشید پهلوان د قتلونو، غلاوو، او شوکو په شمول راز راز جنایتونه کړي دي.

رحیمي وايي، پولیسو جمشید پهلوان په ټپي حالت کې ونیوه او روغتون ته یې یووړ خو هلته یې سا ورکړه.

پولیسو په وروستیو کې په کابل کې او پروان ولایتونو کې ګڼ شمېر جنایتکاران، چې په قتلونو او برمته ګرۍ کې یې لاس درلود، نیولي یا وژلي دي.

One thought on “د کورنیو چارو وزارت وايي، یو لوی جنایتکار له نیول کېدو وروسته مړشوی”
  1. کوړنی چارو وزارت هم نورو ویشتلی مجرم خپله لاس ته راوړنه ګڼي حال داچی کورنیو چارو وزارت دمجرم سره مرسته کړیده .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *