تاند- د کورنیو چارو وزارت نن اعلان وکړ چې د راروان حمل په شپاړسمه د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو د امنیت د ساتنې لپاره څلور لکه پولیس، ملي اردو او نور امنیتي ځواکونه ګومارل کېږي.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي نن په کابل کې کورنیو او بهرنیو خبریالانو ته وویل، دې ته په پام سره چې د افغانستان د انتخاباتو امنیت به څلور لکه امنیتي ځواکونه ساتي د دولت وسله وال مخالفان به ونه کړای شي چې د انتخاباتو بهیر ګډوډ کړي.

صدیقي همداراز وویل:«د انتخاباتي مبارزو له پیله تراوسه پوري د ولسمشرۍ د کاندیدانو له لوري تر ۵۰۰ زیاتې او وړې غونډې جوړې شوي دي خو د دولت وسله وال مخالفان نه دي توانېدلي چې کومه غونډه ګډه وډه کړي.»

ده وویل، افغان امنیتي ځواکونو د حمل د شپاړسمې نېټې د انتخاباتو لپاره لازمه تیاري نیولې او باور لري چې د دولت وسله وال مخالفان به د انتخاباتو د بهیر مخه ونه نیولی شي.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی له افغانانو وغوښتل چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي او د امنیت اندېښنه ونه لري ځکه چې د امنیت غم به یې خوړل شوی وي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویندوی دا خبرې وروسته له دې کوي چې وسله والو طالبانو تېره اوونۍ خبرداری ورکړ چې انتخابات به ګډوډ کړي، پر هغو خلکو به، چې په انتخاباتو کې ګډون کوي یا انتخاباتي فعالیتونه کوي، حملې وکړي.

صدیقي ادعا وکړه چې د طالبانو د ټولو خوځښتونو په هکله معلومات لري خو د دې لپاره چې د هغوی ځالې د افغانستان له پولو دباندې دي دا ډله په کامل ډول له منځه نه شي وړلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *