تاند- قومپالو عناصرو یو وار بیا له یوه مکتوب څخه، چې پر هدف یې نه ول پوی شوي، د سواستفادې هڅه وکړه او قومي تعصباتو ته یې لمن ووهله.

د کورنیو چارو وزارت په هغه مکتوب کې، چې د قومي انډول د رعایتېدو لپاره په بلوا ضد قطعې کې له تاجکانو پرته د نورو قومونو غوښتنه شوې وه، د بلخ والي عطا محمد نور، د مشرانو جرګې مرستیال محمد علم ایزدیار او ګڼو نورو کسانو ته، چې قومي مسایلو ته لمن وهي، پلمه په لاس ورکړه او یو وار بیا یې قومي اختلافات مطرح کړل.

د کورنیو چارو وزارت په مکتوب کې، چې د عامه نظم د کنډک د قوماندان پاسوال عبدالفتاح فروغ له لوري لاسلیک شوی، لیکل شوي چې د کابل د ۱۰۱ زون د قوماندانۍ په چوکاټ کې د بلواضد پنځه سوه کسیزه قطعه د ولسمشر د حکم پر اساس جوړه شوې ده. د دې قطعې لپاره په ۲۴ ساعتونو کې دې له تاجکانو پرته د هزاره، ازبک او پښتنو ساتنمنانو او افسرانو لیست ترتیب او ورولېږل شي.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې دا مکتوب په ناسم ډول لیکل شوی خو اصلي هدف یې دا و چې په دې قطعې کې، چې تقریباً ټول غړي یې تاجکان دي، نور قومونه هم برخه ولري.

په فېسبوک کې متعصبو عناصرو او دغه راز د هغوی مشرانو لکه عطا نور او ایزدیار ته دغه متکوب پلمه په لاس ورکړه او د قومپالنې ډنډوره یې پیل کړه.

د مشرانو جرګې مرستیال ایزدیار، چې ځان د تاجک قوم د ګټو ساتندوی بولي، دا مکتوب مغرضانه بللی او ویلي یې دي «دا کار د افغانستان د یوه ستر قوم په وړاندې د دښمنۍ عمق ښيي.»

د بلخ لانجمن والي عطا محمد نور ویلي «تر دې پخوا هم د نظام په داخل کې په ځلونو د ځینو ټاکلیو کړیو د متعصبانه او قومپالونکو اقداماتو شاهدان وو، خو هغوی هیڅکله په دې کار کې بریالي شوي نه دي او زموږ د خلکو د یووالي په له منځه وړلو بریالي شوي نه دي.»

نور پر کورنیو چارو وزارت انتقاد کړی او ویلي یې دي چې دا مکتوب د دغه وزارت د چارواکو د «ضعف، ناتوانۍ او معذورتوب ښکارندويي کوي.»

نور او ایزدیار له دې خبر نه ول چې د کورنیو چارو وزارت په بلواضد جوړېدونکې قطعې کې له تاجکانو پرته نور قومونه برخه نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویس برمک د پنجشر اوسېدونکی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *