تاند- د کورنیو چارو وزارت د ننوتو په دروازه کې ځانمرګي برید شپږ پولیس وژلي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، یوه ځانمرګي نن /چهارشنبه/ هڅه وکړه چې د کورنیو چارو وزارت ته ننوځي خو ساتونکو وپېژانده چې انتحاري دی مګر له دې سره سره یې ځان والوزاوه او شپږ پولیس یې له ځان سره ووژل.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي وویل، پولیسو هڅه کوله چې ځانمرګی ووژني یا یې ژوندی ونیسي خو مخکې تر دې چې پولیس اقدام وکړي انتحاري ځان والوزاوه.

د کورنیو چارو وزارت یوه بل چارواکي ویلي چې په دې پېښه کې څلور نور پولیس ژوبل شوي دي.

وسله والو طالبانو د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی او د تل په شان یې ویلي چې ګڼ شمېر پولیس یې وژلي دي.

2 thoughts on “د کورنیو چارو وزارت په خوله کې ځانمرګي برید ۶ پولیس ووژل”
  1. شاباش دنر زامنو ډیر سره کافران مووژلی دی خدای تبه تاسوهم ورشی دوی هم تاسوخوتل دا ویل چی موږ افغانان نه وژنوپه دی وزارت کی امریکایان وو داخوکورنی چارو وزارت وو ستادی په خدای سره قسم وی کتا ددی حکومت ددغه وزارت تسکیرا اویاپارسپورټ اخستی وی یای دخدای ظالمه ګوروبی چی ته وطن افغانانو ته کارکوی اوکه دغه وزارت زما دی په خدای قسم وی کماپه ټول عمر کابل لیدلی وی خوزړه می پی بدیږی تخودسروکفاروپرسپارت یا کرارګاه باندی حمله وکه چی زه ستاپه حقله څه لیکم

  2. ياره چڼو، دومره مضريت سره ، ځه توره مووکړه؟ شپږ کوڼډې او شپږويشت يتمان مو پر ميلونو وږو او درپدرو افغانانو وراضافه کړل ، دا وطن مو ګوره مور ده ، تاسو يو خېټه پيتي باندی مور مارچه کړی ٔ ډېر ارزانه عسکر ياستئ! ای د تورو جوګېانو شيشکو! تاسو د خپل نرخ نه خبر نه ياستی،؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *