تاند- د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په اتو ولایتونو کې یې ولسي پولیس جوړ کړي او فعالیت یې هم پیل کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت په وینا ولسي پولیس د ملي پولیسو د تشکیلاتو برخه دي او هدف یې دا دی چې له ملي پولیسو سره د عامو خلکو د اړیکو د رامنځته کولو تر څنګ د امنیت له ښه کولو سره مرسته وکړي.
د کورنیو چارو وزارت د ولسي پولیسو رييس شاه محمود عبدالرحیمزي پرون/سې شنبه/ خبریالانو ته وویل:«ولسي پولیس، چې د ملي پولیسو جز دي، د پولیسو او عامو خلکو ترمنځ د ارتباطي پُل رول لوبوي، موږ غواړو چې چې پولیس خپلې اصلي دندې ته، چې د عامه نظم برابرول او د قانون نافذول دي، نژدې کړو.»
د ښاغلي عبدالرحیمزي په وینا حاضردمه د ولسي پولیسو شمېر ۲۲۰ تنه دی او په کابل، بغلان، بلخ، هرات، بامیان، کندوز، هلمند او غور ولایتونو کې فعالیت کوي. خو ټاکل شوې ده چې ژر په نورو ولایتونو کې هم ولسي پولیس ایجاد شي.
ولسي پولیسو ته تر فعالیت مخکې یو لړ کورسونه او زده کړې ورکول کېږي.
د کورنیو چارو وزارت په وینا دا پولیس په پوځي او ملکي برخو وېشل شوي دي.
تر دې مخکې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تر مشرۍ لاندې د عامه نظم پولیس او سیمه ییز پولیس هم د ملي پولیسو ترڅنګ فعال شوي دي.
د افغانستان د ملي پولیسو شمېر یولکو ۵۷ زرو ته رسېږي.
ولاچه بد کار ندی. زه یی ستاینه کوم. خدای په دی وطن زر تر زره امن راولی