تاند- د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نن /دوشنبه/ پولیسو ته امر وکړ چې د زورواکانو او قانون ماتوونکو پر ضد جدي اقدام وکړي او پر هغوی د ډزو اجازه هم لري.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویندوی نجیب دانش پولیس مخاطب کړل، ویې ویل«کله چې د تورو شیشو موټر دروئ، چلوونکي او خاوند ته یې ووایاست چې په خپلو لاسونو شیشه پاکه کړي، د فلم یا پلاستیک ټوټې دې هم په خپل موټر کې له ځان سره یوسي.»
نجیب دانش ټینګار وکړ«ستاسو وخت او انرژي باید د قانون د سرغړوونکو او جنایتکارانو د کثافتونو په پاکولو ضایع نه شي.»

له کله چې امرالله صالح د کورنیو چارو وزیر ټاکل شوی دی، د امنیت او نظم د ټینګولو لپاره یې یو لړ ګامونه اخیستي چې د ګڼ شمېر خلکو له هرکلي سره مخامخ شوي دي. خلک هیله لري چې ښاغلی صالح به اعلان کړې پرېکړي عملي کړای شي.
تر دې پخوا هم په ځلونو د موټرو له تورو شیشو سره د مبارزې هڅې شوي خو تېر وزیران په دې کار کې بریالي شوي نه دي خو داسې ښکاري چې ښاغلی صالح د قانون د نافذولو کلکه اراده لري.
د کورنیو چارو وزارت ویندوی نن په زغرده وویل چې پولیس د زورواکانو او د قانون د سرغړوونکو د نیولو او حتي پر هغوی د ډزو واک لري.
دې وزارت پرون /یکشنبه/ اعلان وکړ، یوازې به د هغو کسانو شخصي ساتونکو ته د وسلو جواز ورکړي چې نومونه یې د مالیې وزارت د مالیه ورکوونکو په لیست کې شامل وي.
د کورنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ اعلان وکړ، په کابل او ولایتونو کې په زرګونو تنه په دې پلمه شخصي ساتونکي لري چې امنیت یې په خطر کې دی او سلګونو نورو د وسلو ګرځولو د جواز غوښتنه کړې ده.
د کورنیو چارو وزارت ۱۶ تنو ته، چې نومونه یې مخکې په یوه لیست کې خپاره شوي وو، ۲۴ ساعته مهلت وټاکه چې د کورنیو چارو وزارت له جرمونو سره د مبارزې ادارې ته مراجعه وکړي او کنې هم به یې بانکي حسابونه بند کړي او هم به یې له هیواده پر وتلو بندیز ولګوي.
دې وزارت د تېرې چهارشنبې په ورځ د ۱۶ هغو کسانو نوملړ خپور کړ چې د ځمکو په غصب، زور ویلو، قاچاق او د غیر مسؤلو کسانو په ملاتړ تورن دي، ترې غوښتل شوي وو چې د يادو مسایلو په اړه د وضاحت او ځینو مواردو د تصفیې لپاره دې ژر تر ژره پولیسو ته مراجعه وکړي.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي چې د کابل د پولیسو په ملاتړ د پولیسو ځانګړې قطعې د کابل ښار په مختلفو سیمو کې ځای په ځای شوي، څو د سرغړونې په صورت کې له پولیسو سره مرسته وکړي چې ياد شوي کسان بې وسلې او له هغوی سره قانوني چلند وکړي.
مثبت خبر