تاند- د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ابتدايي پایلو له اعلان او په کابل کې د عبدالله د یو شمېر پلویانو له راوتلو او هوايي ډزو وروسته د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړ چې بلواګرو او لوټګرو ته به اجازه ورنه کړي چې په پلازمېنه یا د هیواد په بل ښار کې ګډوډي رامنځته کړي.
د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې هر راز ګډوډي او بې نظمي به ترهګرو او داړه مارو ته لار اواره کړي چې له فرصته استفاده وکړي. د دې وزارت په وینا له همدې کبله د هر هغه چا په وړاندې به جدي اقدام وشي چې ګډوډۍ ته لمن وهي.
د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ابتدايي پایلو له اعلانه وروسته د بلخ والي عطا محمد نور پر خپلو پلویانو ږغ وکړ چې کوڅو او واټونو ته راووځي او د انتخاباتو پر نتیجو اعتراض څرګند کړي خو نوموړي په عین حال کې له خپلو پلویانو غوښتي چې دولتي او ملي تاسیساتو ته زیان وانړوي او له امنیتي ځواکونو سره له مخامخېدو ځان وساتي.
پرون د ابتدايي پایلو له اعلانه وروسته د اشرف غني احمدزي پلویانو په کابل او نورو ښارونو کې په اتڼونو او خوشالیو د نوموړي بری ولمانځه خو د عبدالله عبدالله یو شمېر پلویانو، چې په موټرونو کې سپاره ول، د اعتراض په دود هوايي ډزې وکړې.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت د کابل امنیه قومندان، چې پرون ناوخته یې له کاره ګوښه کړ، نن بېرته په خپل مقام وګوماره، ویې ویل چې جنرال ظاهر ظاهر د سو تفاهم په نتیجه کې لېري شوی و.
د موازی حکومت جوړول د افغانستان له اساسی قانون ، د افغانستان د ملی حاکمیت او ارضی تمامیت یا د مځکی د بشپړتیا او د ملی منافعو مخالف کاردی. د پورتنیو اصولو مخالف کسان ملی خاینین دی . له ملی خاینینو سره باید جدی او قانونی برخورد وشی.
د افغانستان ټول امنیتی ارګانونه ، جمهور رییس ، د ملی شورا غړی، د ګوندونو مشران او فعالین یی او ټول وطندوسته افغانان مسوولیت لری د بدماشانو ، لوټمارانو اود هغوی په مقابل کی چی د پردیو په اشاره غواړی زمونږ ښکلی او ټولو ته ګران هیواد له بدبختیو اونورو جګړو سره مخامخ کړی ، جدی او قاطعانه مبارزه وکړی.
دا د ښاغلی حامدکرزی د افغانستان د جمهور رییس قانونی او اساسی دنده ده چی قوماندان عطا له پورتنیو اظهاراتو سره سم له دندی ګوښه او تر قانونی پوښتنو لاندی ونیسی. د هیواد په سرنوشت باندی لوبی کول ټوکی نه دی . دا دیوه هیواد د موجودیت او د میلیونونو انسانانو د سرنوشت خبره ده.
په نورو هیوادونو کی هم انتخابات کیږی او د انتخاباتو نتیجه په ډیر کم وخت کی اعلانیږی او مغلوب کاندید په ورین تندی بریالی ته مبارکی او د همکاری وعده ورکوی. خو زمونږ مشران بلواوی جوړوی ، د قانونی او برحال ولسمشر عکس له یوه سمبولیک او افتخاری ځایه راوغورځول کیږی اوبیایی چیری کوی او له پښولاندی یی اچوی چی د طلوع تلویزیون یی په خوشحالی دا صحنی خلکوته ښیی. دا د حامدکرزی عکس نه بلکه د افغانستان د ملی زعیم او دهیواد د ملی یوالی د تمثیلونکی سمبول و چی پری وختل او د یوه بدماش عکس یی پرځای نصب کړ. هیله ده چی د هیواد عدلی او قضایی ارګانونه دا عمل له قانونی او سیاسی لحاظه وڅیړی.
معلم صيب نور ته داسي مشواره وركوم جي د موازي حكومت جوره وني او داسي نورو دمكيونه دي زان تول كري او د يو سالم فكر كولو لوري ته دي مخه كري دا زكه جي دا قسم دمكيونه او ياره ونكي جملي نه يوازي دا جي ددوي سياست ته تاوان رسوي بلكي ددوي شخصيتونه ي به نريواله كجه تر سؤال لاندي راوستي.ددوي لباره زما دا مشوره ده جي ددي دومره ناندريو بر زاي دي ددونيا سياست ته مخ واره وي،مطالعه دي كري او د نوري دونيا سياستوالو به شان دي د حزب اختلاف به كرسيو كيني او د حاكم كند غلطياني دي وار به وار عوامو ته به كوته كوي ، خبله زبه دي دعوتموني به مقابل بدله كري ،له قومي اوزبني تعصباتو دي زان يو طرفته كري بيا دي وكوري جي به را تلونكي كي دوي كتب او كه نه؟او كجيرته دوي به زان يقين د كتلو نه لري دوي دي د خبلي دلي له مشرتابه استعفا وركري او ماته دي بريزدي جي به شرط سره به ٥ كالو كي دننه دننه د داكترصاحب غني دله ورته ماته كرم او ددوي دله به سياسي لحاظ قدرت ته ورسوم. دوي جي دومره شله دي دوه مهم علتونه لري يو دا جي دوي به زان با وري نه دي او بل داجي دوي غريبان له علمه خلاص دي به سياست نه بوهيزي.
وسلام