تاند- افغان امنیتي ځواکونو وروسته له دې چې د کورنیو چارو وزارت د ۲۲۲ تنو مجرمانو لیست خپور کړ، یو شمېر کسان ونیول.
د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو له تېر ماښام راهیسې تراوسه پورې لږترلږه ۸ تنه نیولي دي.
دا کسان د امنیتي اورګانونو له لوري په بېلابېلو جرمونو تورن او تر تعقیب لاندې ول.
د کورنیو چارو وزارت سرچینې وايي چې تورن مجرمان د کشفي ځواکونو له لوري د ښار د اوسېدونکو په مرسته نیول شوي دي.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت ویندوی نجیب دانش په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې وزارت به یې په لنډ وخت کې د نورو مجرمانو لیستونه هم خپاره کړي.
د کورزنیو چارو وزارت په دې خبرپاڼه کې، چې انلاین خپره شوې، ویل شوي چې په نورو لیستونو کې به د یو شمېر داسې کسانو نومونه هم خپاره شي چې له حکومت او سیاسي کړیو سره اړیکې لري.
د دوی په منځ کې هغه کسان هم شامل دي چې د امنیت د ګډوډولو لپاره له دولتي امکاناتو کار اخلي.
که څه هم تراوسه څرګنده نه ده چې د کورنیو چارو وزارت به څه ډول عناصر ونیسي خو که دا وزارت د حقیقي مجرمانو او سرغړونکو په نیولو بریالی شي، دا به د کورنیو چارو د نوي وزیر لپاره یوه لویه بریا وي.
د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې پولیس به د مشکوکو مجرمانو بانکي حسابونه بند کړي او له هیواد څخه به د دوی د کورنیو د غړیو پر وتلو تر هغو بندیز ولګوي چې دوسیې یې له حکومت سره تصفیه شوې نه وي.