تاند- د افغانستان لویې څارنوالۍ نن/ چهارشنبه/ وویل، د اداري فساد له درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د کورنیو چارو وزارت ۳ پخواني چارواکي د ناټو د سلګونو ټانکرونو د سوځېدو په تړاو هر یو په ۸ کاله بند محکوم کړل.

دا پېښه د ۱۳۹۳ لمریز کال په ثور کې د کابل په لوېدیځ کې شوې وه او په لړ کې یې د بهرنیو ځواکونو د تېلو ۳۰۷ ټانکرونه سوځېدلي وو.

هماغه وخت طالبانو د دې پېښې مسوولیت په غاړه اخیستی و.

محکمې ۴ تنه نورو ته برایت ورکړ.

محکمې د کورنیو چارو وزارت د عامه محافظت سرپرست او عمومي عملیاتي ريیس جنرال عبدالرازق امیري، د عملیاتو او پلان ريیس عطا محمد روکی او د دې وزارت د مالي او تجارتي معاونت عمومي رييس حمیدالله راحل په ۸ – ۸ کاله بند محکوم کړل.

محکمې دوی په اداري فساد او له خپلو کاري صلاحیتونو څخه په ناوړه استفادې تورن او د پېښې په رامنځته کولو ملامت وبلل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *