تاند، دوشنبه، د سنبلې ۲۵ مه: د کورنیو چارو وزارت وایي، د میزان د ۶ مې د ولسمشریزو ټاکنو د امنیت خوندیتوب لپاره ۷۲ زره پولیس تیارسۍ درول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په یو خبري کنفرانس کې وویل، پولیس، ملي اردو او ملي امنیت به په ګډه د یوې طرحې له مخې د ټاکنو امنیت خوندي کړي: ((موږ د ټاکنو نه وړاندې، د ټاکنو ورځې او له ټاکنو څخه وروسته د امنیت د خوندیتوب لپاره پروګرام جوړ کړی دی.))
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشریزو ټاکنو ته له یوې اوونۍ کمه موده پاتې ده او طالبانو د ټاکنو د ګډوډولو ګواښ کړی دی.
بلخوا دفاع وزارت پرون طالبانو ته ګواښ کړی چې هسې دې ځانونه نه وژني حکومت ترې په زوره ټاکنې ترسره کوي.