د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داوود زي د ټاکنو امنیتي کمیسیون رییس اوغړو سره د لیدنې پرمهال د یاد کمیسیون رییس او غړي یې په ستاینلیکونو ورکولو سره وستایل.

د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داوود زي د ټاکنو امنیتي کمیسیون رییس اوغړو سره د لیدنې پرمهال د یاد کمیسیون رییس او غړي یې په ستاینلیکونو ورکولو سره وستایل.
هغه غونډه چې په همدې موخه د کورنیو چارو وزارت په لوﺉ تالار کې د ټاکنو امنیتي کمیسیون غړو، د دغه وزارت ستر امنیتي مرستیال ستر پاسوال محمد ایوب سالنګي، د کورنیو چارو وزارت رییسانو او جنرالانو په ګډون جوړه شوې وه لومړی د کورنیو چارو وزارت د پولیسو لوﺉ رییس او د ټاکنو امنیتي کمیسیون رییس لوﺉ پاسوال محمد سالم احساس د کورنیو چارو وزیر له سالم او پاک مدیریت څخه مننه او یادونه وکړه او د ټاکنو د امنیت په اړه یې د کورنیو چارو وزیر ته خپل لنډ کاري رپوټ ولوسته ویې ویل، د ټاکنو امنیتي کمیسیون چې د کورنیو چارو وزارت، ملي امنیت، د امنیت شورا، ملي دفاع وزارت او د ټاکنو خپلواک کمیسیون له استازو څخه جوړ شوی، د خپلو کارونو په دوام کې یې د ټاکنو په دواړو پړاونو کې د امنیتي ارګانونو ترمنځ ټینګه همغږي، د نوماندانو د کمپاینونو خوندي امنیت، د ټاکنو خپلواک کمیسیون د کارکوونکو امنیت، د ناظرنیو امنیت او د ټاکنیزو موادو د لېږد د امنیت خوندیتوب دنده په پوره بریالیتوب سره د خپلو کاري دندو له مخې ترسره کړې ده.

وروسته د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داوود زي د ټاکنو امنیتي کمیسیون له ټولو غړو په ځانګړې ډول د هېواد له ټولو ملي امنیتي ځواکونو د مسوولینو او منسوبینو څخه قدرداني وکړه چې په ډېر لنډ او تنګ وخت کې یې د ټاکنو په دویم پړاو کې هم بریالیتوب ترلاسه کړ.
د کورنیو چارو وزیر د امنیتي ځواکونو د شپه او ورځ خدمتونو او نه ستړې کیدونکو هلو ځلو له لارې لاسته راغلي بریالیتوبونه د ټولو هېوادوالو بریالیتوبونه وبلل زیاته یې کړه، د ملي امنیتي ځواکونو د بریالیتوب لوﺉ راز د امنیتي ارګانونو ترمنځ ګډه او کلکه همغږي، په ټاکنو کې د امنیتي ځواکونو پوره بې طرفي او د هېوادوالو ملي احساس و، چې افغان ملي امنیتي ځواکونو او هېوادوالو په پوره جم وجوش سره خپل ملي رسالت ترسره او د بریالیتوب لوﺉ ګام یې پورته کړ.
په پای کې د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داوود زي له لورې د ټاکنو د امنیتي کمیسیون رییس او غړو ته د ښو دندو د ترسره کولو له عمله ستاینلیکونه ورکړل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *