تاند- د کورنیو چارو وزیر د کابل ښار د پولیسو څو چارواکي په پلازمېنه کې د وروستیو امنیتي پېښو په خاطر له کاره لېري کړل.
د کورنیو چارو وزارت نن /چهارشنبه/ وویل چې جنرال نورالحق علومي د دولسمې او اتمې امنیتي حوزو د پولیسو قوماندان برطرفه کړي دي.
دا دوه قوماندانان وروسته له دې له کاره ګوښه شول چې روانه اوونۍ په اتمه حوزه کې د ایټالیا پر سفارت راکټي برید وشو او په دوولسمه حوزه کې په احمدشاه بابا مېنه کې د نجونو ښوونځی وسوځول شو.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا پولیس قوماندانان په خپلو دندو کې د غفلت او بې پروایۍ له کبله لیري شوي دي.
همداراز د دواړو پېښو په اړه د تحقیقاتو امر شوی دی.
د یکشنبې په شپه د کابل په مرکزي برخه کې د ایټالیا پر سفارت راکټي برید د سفارت یوې ودانۍ ته زیان واړاوه.
د یکشنبې په ورځ په احمدشاه بابا مېنه کې د افغانستان وسله والو مخالفانو د نجونو لېسې ته اور ورته کړ او د هغې ساتونکی یې وواژه.
دوې په امینتي سکتور کې هغه قومندانان لیرې کوي، چې دباندنیو سفارتونو امنیت نه شي ساتلې، راشي په پنځمه حوزه کې دغلو دډلو مخنیوی وکړئ، معلوم دار هره شپه په کوڅو کې ولاړ وي، او له خلکو څخه شوکې کوي، داخو ماته معلوم دي، ویل کیږي چې ټول کابل همداشان دی، که داحالت همداسې دوام وکړي، ډاډه یم چې د دولت او خلکو ترمینځ به نور هم واټن زیات شي، او بیا به خلک په مرکز کې په دولت باورنه کوي، چې دابه دې ګډدولت ته نورې ستونزې راولاړې کړي، هیله ده دې ستونزې ته چارواکې جدي پاملرنه وکړي.