تاند- د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وايي، د کابل ښار د وروستیو دوو ورځو د مظاهرو په لړ کې د ګډوډیو او تاوتریخوالو په تړاو تر ۵۰ زیات کسان نیول شوي دي.
ښاغلي برمک دا خبره نن /سې شنبه/ د مشرانو جرګې په غونډه کې وکړه.
مشرانو جرګې د امنیتي اورګانونو چارواکي د وروستیو پېښو په اړه پوښتنو ته د ځواب ویلو لپاره وربللي وو.
د کورنیو چارو وزیر وویل، له قانون سره سم باید تر هر ډول مظاهرې وړاندې پولیسو ته خبر ورکړل شي او که دا کار ونه شي غیرقانوني ګڼل کېږي.
د یکشنبې او دوشنبې په ورځو د یوه غیرمسوول وسله وال قوماندان علیپور د نیول کېدو پر خلاف د کابل د دشت برچي د سیمې سلګونه اوسېدونکي بې له دې چې پولیسو ته خبر ورکړي په خپل سر کوڅو ته راووتل، د پولیسو پر پوستو یې بریدونه وکړل.
د کورنیو چارو وزارت په وینا د مظاهره چیانو په حملو کې تر ۲۰ زیات پولیس ژوبل شوي او ګڼ موټرونه یې سوځول شوي دي.
په همدې حال کې پولیس وايي چې د هغو کسانو عکسونه او ویدیوګانې یې له ځان سره ساتلي چې عامه او ملي شتمنیو ته یې تاوان اړولی دی.