تاند، دوشنبه، د عقرب ۶مه: د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي ادعا کړې ده چې یو شمېر جرمي شبکې او غړي یې کابل ته د تورو شیشو په موټرو کې راوړل کېږي.

 ښاغلي اندرابي دا خبره د وزیرانو شورا په غونډه کې نن دوشنبه کړې ده او ټینګار یې کړی دی چې په کابل ښار کې به د هغو موټرو مخه په جدیت سره ونیسي چې تورې شیشې لري او بې اسنادو ګرځي، ځکه د ده په وینا ګڼې جرمي شبکې او غړي یې کابل ته په همدغو موټرو کې راوړل کېږي.

په وروستیو ورځو کې د تورو شیشو او غیرقانوني وسلو د ګرځولو پر سر د ولسي جرګې د ځینو غړیو او پولیسو ترمنځ په کابل ښار کې لوی جنجال جوړ شو.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر همداراز ویلي چې په ګډو عملیاتو کې طالبانو ته سخت ګوزارونه ورکړل شوي او طالبانو اوس د خپلو جنګیالیو د سوق او ادارې توان له لاسه ورکړی دی.

 دا په داسې حال کې ده چې د دفاع وزارت مسوولان هم وايي، په تېره یوه اوونۍ کې یې ۸۶۱ طالبان وژلي، ۲۳۱ ژوبل دي او ۱۳۵ تنه یې ژوندي نیولي دي.

One thought on “ د کورنیو چارو وزیر: مجرمان د تورو شیشو په موټرو کې کابل ته راوړل کېږي”
  1. WAZEER SAHIB SALAMOALIKUM;
    WAYEE; POLICE IS SMART BUT THIEF IS SMARTER.
    ENEMY ARE 420/ THEY USE DIFFERENT TAKTIK FOR ACTIVITY.
    BUT SURE THEY HAVE PLACE BETWEEN US.
    TRY TO CLEAR ALL BLACK GLASSES/COLLECT ALL ILLEGALLY WEAPONS/CARS.
    POWER BY THE PEOPLES AND PEOPLES ARE WITH YOU..BECAUSE
    NOW PUBLIC PEOPLES KNOWS;INTERIOR MINISTRY &AFGHAN POLICE WORKING HONESTLY.

    ZENDABAD AFGHAN ARMY&POLICE.
    THANK YOU

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *