تاند- د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وايي، په تېرو ۹ میاشتو کې د وسله والو طالبانو ۴۲۰ قوماندانانو او سرګروپان وژل شوي دي.
تاج محمد جاهد نن /چهارشنبه/ د کابل په قصبه کې د پولیسو له ځانګړو ځواکونو سره د کتنې په مهال خبریالانو ته وویل«پولیسو د ۴۲۰ طالب قوماندانانو او سرګروپانو له شره ولس خلاص کړی او لا هم له تروریستانو سره مبارزې ته کلک دوام ورکوي.»
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه، د افغانستان دښمنان به راتلونکی کال هم د تېرو کلونو په شان خپلو هدفونو ته ونه رسېږي ځکه چې امنیتي ځواکونه په تېره بیا خاص پولیس ځواک د خپلو مورچو کلکه دفاع کوي او د خپلو خلکو ساتنه کوي.
ده په تېرو ۹ میاشتو کې د افغان امنیتي ځواکونو په تېره بیا پولیسو د مرګ ژوبلو د شمېر په اړه څه ونه ویل خو راپورونه وايي چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه تلفات د تېر کال په پرتله په سلو کې ۱۰ زیات شوي دي.
هههههخخه
چا وییل چه!
یو پکی کم وه یعنی ۴۱۹ وه