تاند- د کورنیو چارو سرپرست وزیر وايي، که په پلازمېنه کې جرمونه کم نه شي، په راتلونکو دوو اوونیو کې به د پولیسو ټول قوماندانان برطرفه کړي.
ویس برمک نن /شنبه/ په یوه غونډه کې پولیسو کې پر فساد نیوکه وکړه، ویې ویل چې پولیسو په ځینو مواردو کې د جنايي پېښو مسوولیت په غاړه لري.
ده له خلکو هم وغوښتل چې د فاسدو پولیس چارواکو په ورپېژندلو کې مرسته وکړي.
برمک وویل، په کابل کې د جرمونو پېښې زیاتې شوي او په ځینو جرمونوکې پولیس لاس لري.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر پر خلکو ږغ وکړ چې پولیسو ته رشوت ورنه کړي او د دې پر ځای فاسد او رشوتخواره پولیس د کورنیو چارو وزارت ته ورمعرفي کړي.
برمک صیب ستاسو اقدام دستایلووړدی ځدای دی وکړي چی زر یی عملی کړی. په کابل کی دجرمونو پیښي ډیری زیاتی شویدی غله هیڅ نه ډاریړی د پولیسو په وړاندی دځلکو نه غلا کوی. په تیرو دری میشتو کی یی زما نه دری ځله کړیده دوه ځله یی رانه جیب وواهه په دریم ځل یی زما د کور نه یوبیګ غلا کړ چی زما تحصیلی اسنادونه ؛پاسسپورت؛تذکره او هاردډسک پکی وه. لسمی هوزی سره می رپور درج کمړ تراوسه پوری یی هیڅ پشرفت نه دی کړای ما ته وایی چی غل پیدا کړه مونړ ته تیلیفون وکړه چی ونسو. زما اسناد د مستری تر کچی پوری دی ما ته ډیر ضرور پکار د ي
زه ستاسو د لوړ حضور نه احترامانه هیله کوم چی ما سره مرسته وکړی تر څو زما اسنادونه پیدا شی.
زمونږ دحکومت پالیسی هم داسی سر چپه ده پاسپورت به هم غل درنه ویسی سره د دی چی د امنیت تامین د حکومت مسًولیت دی خو بیا هم ډبل جریمه اخلی .